نړیوال بانک: طالبانو سره له هوکړې وروسته به هم پراختیایي پروګرامونه دوام ولري
د عکس سرچینه، Getty Images
نړيوال بانک اعلان کړی چې له طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې وروسته د پراختیايي پروګرامونو او طرحو لپاره لازمو مشورو راټولولو په حال کې دی.
په کابل کې د نړیوال بانک چارواکي وايي چې تر اوسه یې د نړیوالې ټولنې او افغانستان د استازو په ګډون له ځينو نورو مرسته کوونکو سره په څو پړاونو کې ناستې کړي دي.
دا بانک وايي چې په ۲۰۱۸میلادي کال د جینوا په کنفرانس کې له دوی نه د افغانستان په تړاو غوښتنه شوې وه چې د سولې له تړون وروسته د فقر د کچې کمولو، اقتصادي ودې او پراختيا په موخه د پراختیايي پروژو د هم غږۍ لپاره يوه هر اړخېړه طرحه جوړه کړي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس هینري کرالي ویلي دي چې د سولې هوکړې ته رسېدل کولای شي په افغانستان کې د دوامداره اقتصادي پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
دی وايي: "نړیوال بانک له نړیوالو او افغان همکارانو څخه د یو شمېر نویو اقتصادي طرحو لپاره د اسنادو او مشورو د راټولولو په حال کې دی څو وکولی شي په افغانستان کې د سولې د ساتلو او نویو فرصتونو لپاره زمینه برابره کړي. په دې کې زموږ هڅې په څو برخو متمرکزې دي. په لومړي ګام کې غواړو چې وښیو، د سولې هوکړې ته رسېدل کولای شي د اقتصادي پیاوړتیا او پراختیايي فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي او دا بهیر د روان جنګ ښکېلو ټولو اړخونو په ګټه ده. دوېیم دا چې موږ غواړو یو لړ اصول او لومړیتوبونه وپېژنو چې د هغه پر اساس له سیاسي هوکړې وروسته د یوه اقتصادي پروګرام د طرحې لپاره ګټورې پرېکړه تر لاس لاندې ونیول شي."
د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی کرالي زیاته کړه، سولې ته د رسېدو لرليد هغه وخت ښه کېږي چې د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان د اقتصادي پراختيا لپاره زمينه برابره شي او هغو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي چې د فقر او بې کارۍ له امله دولت ضد وسله والو ډلو سره يوځای کېدو ته اړ کېږي.
نړیوال بانک د عامو خلکو د نظرونو او مشورو راټولول د افغانانو د اړتياوو پر بنسټ د يو هر اړخېز اقتصادي پلان جوړولو لپاره اړین بولي.
نړیوال بانک د افغانستان له لویو مالي ملاتړ کوونکو څخه دی چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تراوسه یې له افغانستان سره شاوخوا څلور میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته