افغانستان ته سوله لومړیتوب لري او که ټاکنې؟
د عکس سرچینه، ARG
د امریکا او طالبانو له اوو پړاویزه خبرو وروسته افغان حکومت هیله من دی چې تر دوو میاشتو له وسلوالو طالبانو سره د سولې لومړنی تړون وشي.
د افغان ولسمشر ویاند وایي، د دې تړون له مخې به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
ارګ په ورته مهال زیاتوي چې سوله او ټاکنې د حکومت یو شان لومړیتوبونه دي او ټاکنې به هم په خپل وخت کېږي.
طالبان بیا بیا له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کوي، خو حکومت وايي، د سولې خبرو کې پرمختګ شوی او هیله لري چې تر سپټمبر پورې دې برخه کې لومړنی تړون وشي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، دې لومړني تړون سره به دا بهیر بل پړاو ته ننوځي چې له مخې به یې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پاپمیو هم کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې تر سپتمبر میاشت پورې به له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي، که څه هم تېره اونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، چې تر ټاکنو سوله لومړیتوب لري او که سوله ونه شي بیا ممکن ټاکنې وشي.
خو صدیق صدیقي وایي، سوله او ټاکنې د حکومت دوه داسې لومړیتوبونه دي چې تر بل هرڅه لومړیتوب ور کوي. نوموړي دا هم وايي، چې یوه پروسه د بلې پروسې خنډ نه کېږي.
ښاغلی صدیقي وايي، چې ټاکنې د حکومت رواتوب تضمینوي او ولسمشرۍ ټاکنې به د مهالوېش له مخې کېږي. د هغه دا خبرې په داسې مهال دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسون د ولسمشرۍ ۱۸ نوماندانو ته باور لیکونه ور کړل.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې دا انتخابات د روان لمریز کال د تلې پر شپږمه یا د سپټمبر پر ۲۸ کېږي.
له بلې خوا خوست کې د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۵۰۰ میرمنو په یوه غونډه کې له افغان دولت او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ را روانو ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې تړل شوې پروسې بیا پیلیدل غوښتل.
دا میرمنې په دې ولایت کې د تذکرو د سټیکر کولو شل ورځنۍ پروسه کمه موده بولي او له مسولانو یې د بیا پیلیدا غوښتنه کوي. دغه میرمنې د خوست جرګو تالار کې راټولې شوې. دوی وايي، له راټولیدنې یې بله موخه په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخې ونډې اخیستلو لپآره د میرمنوهڅول هم دي.
د خوست د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، دا ستونزه یې د ټاکنو مرکزي کمیسیون سره شریکه کړې، خو تراوسه یې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی. د ولسمشریزو را روانو ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې پروسه د جوزا میاشتې له ۱۸ پیل شوې وه، چې د سرطان تر ۸ اتمې به دوام وکړي.
د خلکو په خبره پدې برخه کې کم عامه پوهاوی، په ځينو سیمو کې نا امني او د یادې پروسې لپاره د کم وخت ټاکل هغه لاملونه وو،چې د تقویتي نوم لیکنې پروسه یې کمرنګه کړې او ډیری افغانان چې زیاته برخه ېې میرمنې دي له دې پروسې بې برخې شوې دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته