عکسونه: د کندهار ښار شتمن په جوماتونو کې د روژه ماتې لګښت ورکوي

دا عکسونه چې د کندهار ښار په یوه جومات کې اخیستل شوي د ډېرو نورو ورته روژه ماتو بېلګه ده. په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي دغلته شتمن په جوماتونو کې د روژه ماتې لګښت ورکوي او عام خلک کولی شي ورشي او همالته ډوډۍ وخوري.

د عکس تشریح، په عام ډول د ډېرو خلکو د مړولو لپاره وریژې او قورمه پخېږي.
د عکس تشریح، هغه چې د دېګ مسولین وي ډېری مهال د انصاف په پار په پای کې ډوډۍ خوري.
د عکس تشریح، د دغه ښار په واټونو کې هم د ماښام د آذان پر مهال د روژماتې لپاره شربت او خرما تېریدونکو روژتیانو باندې وېشل کېږي.
د عکس تشریح، دا کار په ډېرو جوماتونو کې کېږي، خو په نورو ځایونو کې سیمه ییز خلک له خپل کوره جومات ته خواړه وړي چې له نورو سره یې په شریکه وخوري چې پکې بې وزلي او مساپر هم وي.
د عکس تشریح، کله کله تر ډوډۍ خوړونکو خدايي خدمتګاران ډېر وي چې نورو ته ډوډۍ او شربت ور رسوي.
د عکس تشریح، د ماښام د آذان او د ډوډۍ د لومړۍ ګولې ترمنځ دعا د صبر او استدعا نښه بلل کېږي.
د عکس تشریح، سربېره پر دې چې ډاکتران توصیه کوي چې د روژه ماتې پرمهال دې د یخو اوبو او شربتو له څښلو ډډه وشي، خو د روژه ماتې پر مهال ډېری خلک له یخو څښاکونو پرته پر بل څه فکر نشي کولی.
د عکس تشریح، د ټولې ورځې د تندې په بدل کې، د شړمبو جګ پر سر اړول.
د عکس تشریح، د روژه ماتې په څو لومړیو دقیقو کې ډېری خلک حیران وي چې خپله تنده ژر رفع کړي که لوږه.
د عکس تشریح، ځینې مساپر او بې وزلي خلک د ښار له نورو برخو هغو جوماتونو ته ځان رسوي چې پکې شتمن عامو خلکو ته وړیا روژه ماتی برابروي.

.