ورځپاڼې: کابل کې د امریکا سفارت پرسونل نیمايي کېږي
د عکس سرچینه، .
امریکایۍ ورځپاڼې دې هیل لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو غواړي په افغانستان کې د امریکا د سفارت د پرسونل کمولو پلانونه چټک کړي او د دې پلان له مخې د دغه سفارت پرسونل نیمايي ته را کم کړل شي.
ورځپاڼه لیکي د بهرنیو چارو وزیر امر کړی چې دغه کار له هغه وخت یو کال وړاندې ترسره شي چې تمه یې کېده.
په دې رپوټ کې د کانګرس د یوه چارواکي له قوله ویل شوي چې ښايي دا چاره یوه اونۍ وروسته یعنې د مې پر یو دیرشمه پيل او د روان کال د سپتمبر میاشتې تر پایه تمه ده چې بشپړ شي.
ورځپاڼه لیکي دا ګام په داسې مهال پورته کیږي چې له طالبانو سره د امریکا خبرې ټکنۍ پرمخ روانې دي.
ورځپاڼه د رویټرز خبري اژانس په حواله لیکي، په کابل کې د امریکا د سفارت د ۱۵۰۰پرسونل نیمايي کمول د هغه پلان یوه برخه ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې د عملي کولو غوښتنه کړې او له مخې په نړۍ کې د امریکايي ډيپلوماټانو شمیر کمیږي.
په رپوټ کې پر دې هم اندیښنه ښودل شوې چې ښايي دا ګام له افغان دولت سره په اړیکو کې د بې باورۍ خطر له ځان سره ولري.
دې هیل لیکي په دې اړه یې هڅه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلي خو چارواکو سملاسي له څه ویلو ډډه وکړه.
د سریلانکا بریدونه ا و داعش
د عکس سرچینه، EPA
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په سریلانکا کې د تېرې اونۍ د وین لړلو بریدونو په اړه یوه مطلب کې لیکي؛ دا بریدونه خبرداری ورکوي چې د دغې ډلې فعالیتونه مخ په پراخېدو دي.
دا ورځپاڼه لیکي کارپوهان په دې نظر دي چې داعش ډله توانیدلې چې له شته امکاناتو او له خپل نوم څخه چې د یوه نړیوال برانډ بڼه یې خپله کړې ګټه پورته کړې ده.
ورځپاڼه لیکي کارپوهان په دې نظر دي چې په عراق او سوریه کې د داعش مرکزیت په له منځه تللو سره دا ډله اوس د پخوا پر تله مرکزیت نه لري او د خپلو فعالیتونو لپاره تر ډېره د خپلو خواخوږو پر هڅو ولاړه ده.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې تفصیلي مطلب کې داعش ډله له القاعده سره پرتله شوې او لیکي چې په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې د القاعده ډلې د مرکز په له منځه تللو سره د دغې ډلې فعالیتونه یمن، شمالي افریقا او عراق ته ولیږدول شول، خو داعش په څو محدودو سیمو کې منحصره نه ده او په ټوله نړۍ کې خوره ده.
د ورځپانې د دې مطلب د ادعا له مخې دغه ډله لا هم په عراق او سوریه کې زرګونه پټ جنګیالي لري.
د عکس سرچینه، AFP
برتانوۍ ورځپاڼې انديپنډېنټ لیکلي چې د روسیې او شمالي کوریا د ولسمشرانو لومړۍ لیدنې داسې ښکاري چې غواړي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یو پیغام واستوي.
ورځپاڼه لیکي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین د کیم جون اونګ لیدنه داسې مهال کیږي چې د امریکا له ولسمشر سره ددغه دویمه غونډه له ناکامۍ سره مخ شوه.
په دې لیدنه کې د ورځپاڼې ددې مطلب په نظر ولادیمیر پوتین هڅه کوله وښيي چې دی یو بې تاوانه نړیوال منځګړی دی او کیم جونګ د ولادیمیر پوتین ددې بلنې په منلو سره ښايي واشنګټن ته دا اشاره وي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی نه دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته