اسدالله خالد: د غزني ښار به سقوط ته پرې نه ږدو
د عکس سرچینه، fb
په غزني کې دامنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په ګډون په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال سکاټ میلر پنج شنبه غزني ته تللي وو.
د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد دغزني له خلکو سره ژمنه وکړه چې دغزني ښار به بیا د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.
هغه وویل، د غزني دامنیت د ټینګښت لپاره يې پراخ عملیاتي پروګرامونه په پام کې نیولي دي. د ښاغلي خالد په خبره دا عملیات به له غزني ښاره نیولې بیا تر ولسوالیو پورې پراخوالی ومومي.
''دا مو ژمنه ده، چې موږ به د الله تعالی په مرسته د غزني ټول مشکلات حل کوو، د غزني له ښاره نیولې تر وروستۍ ولسوالۍ پورې، بلکې د افغانستان تر وروستۍ ولسوالۍ پورې به په نوبت سره د ستونزو د حل لپاره لکه تاسې چې وینئ، اقدام کوو، بلکې پیل کړی مو دی.''
په دا وروستیو کې د هوا له تودېدو سره په غزني ښار او اړوندو ولسوالیو کې دطالبانو بریدونه زیات شوي دي.
له دې وړاندې د غزني یو شمېر امنیتي چارواکو ویلي وو، چې طالبان په ځینو ولسوالیو او د غزني ښار ته نژدې سیمو کې راټول شوي دي او په غزني ښار باندې د برید پلان لري.
وسله والو طالبانو تېر اګست کې له دریو لورو پر غزني ښار بریدونه وکړل، د ښار ډېرې برخې یې ونیولې او نژدې تر یوې اونۍ پورې د ښار په لارو کوڅو کې نښتې روانې وې.
یوې روغتیايي سرچینې بي بي سي ته هغه مهال وویل، چې د غزني هغې جګړې په وژل شویو کې ۶۸ پولیس، ۱۶ حکومت مخالف وسلوال، ۱۳ ولسي وګړي وو او پاتې مړي نه وو پېژندل شوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته