د ایران اسلامي انقلاب؛ نور محمد ترکي له خمیني څه تمه درلوده؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کابل کمونېست حکومت د ایران د انقلاب د امریکا ضد نظر له امله دې انقلاب ته هیله من و.

څلوېښت کاله مخکې چې ایران کې اسلامي انقلاب بریالی شو، افغانستان کې نوي شوروي پلوي حکومت یې ملاتړ وکړ، خو د انقلاب بنسټګر ایت الله خمیني دغه افغان حکومت ته- چې کمونېست بلل کېده- روڼ تندی ونه نیو.

ګاونډی افغان ولس هم بې خبره نه و او له ایران یې چې مساپر ستنېدل د شاه د تللو او د خمیني د انقلاب کیسې یې ورته کولې او نړیوالو راډیوو یې هم خبرونه خپرول.

ایران کې تر انقلاب نهه میاشتې مخکې افغانستان کې هم د ثور پر اومه کودتا شوې وه چې پلویانو یې انقلاب باله او په دې وجه د افغانستان "انقلابي" حکومت د ایران انقلاب څاره.

بې خبره ورځپاڼې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران کې تر انقلاب ۹ میاشتې مخکې افغانستان کې خلکیانو کودتا کړې وه چې خپله یې انقلاب ورته ویل.

داسې ښکاري چې د افغانستان خلک ډیموکراټیک دولت تر ډېره نه غوښتل چې خلک ایران کې له پېښو ډېر خبر شي.

د هغه مهال ورځپاڼو ته کتنه دا نظر تر ډېره سم ښيي او د ایران تر پېښو د افریقا او کیوبا پېښو باندې ډېر خبرونه خپاره شوي دي.

د افغانستان "لومړنۍ ملي ورځپاڼې" انیس د ایران د انقلاب اوج کې یوازې له دې پېښې درې خبرونه درلودل.

د عکس تشریح، افغان ورځپاڼو د ایران انقلاب ته ډېر پام نه کاوه.

له دې یو خبر دی: "د ایران وسلوالو ځواکونو تهران پوهنتون ته نږدې په ډېرو مظاهره چیانو برید کړی چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او نږدې شل ټپیان دي. د بي بي سي رپوټ وايي، د مظاهره چیانو شمېر زرګونو ته رسېد او مرګ پر شاه شعارونه یې ور کول".

دا ورځپاڼه د دلوې په ۱۷ د تاس، رویټرز او فرانس پرېس له قوله لیکي:

"د شاپور بختیار د حکومت پرځېدو پسې د ایت الله خمیني پلویانو سیاسي واک ترلاسه کړی او ایران کې سلطنتي رژیم پای ته رسېدلی. ایت الله خمیني د ایران د لنډمهالي حکومت لپاره مهدي بازرګان لومړی وزیر ټاکلی او هغه پرون د کابینې د ځینې وزیرانو نومونه اعلان کړل: د مهدي بازګان کابینه کې ډاکټر کریم سنجابي د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی".

د نور محمد ترکي مبارکي

د عکس تشریح، ایران کې د انقلاب تر بریا دوه ورځې وروسته افغان حکومت دا رژیم په رسمیت وپېژاند.

د ورځپاڼې دریم خبر هم د ایران لنډمهالي حکومت لومړي وزیر مهدي بازرګان ته د افغانستان د انقلابي شورا د مشر او لومړي وزیر نور محمد ترکي تلګرام دی.

په دغه خبر کې راغلي: "د ایران د انقلابي لنډمهالي حکومت لومړی وزیر ښاغلی مهندس مهدي بازرګان! د ورور هېواد د لنډمهالي انقلابي حکومت د لومړي وزیر په توګه ستاسو د انتخاب له امله، د ځان، حکومت او افغانستان د خلکو دیموکراټیک جمهوري دولت له خوا تاسو او د ایران حکومت او وروڼو خلکو ته د زړه له تله مبارکي وایم. تاسو او د ایران انقلاب د خپل حکومت له خوا په رسمیت پېژنم. هیله ده چې له پخوا لا ډېر د یوبل په چارو کې د نه لاسوهنې او د ګاونډیتوب اصولو ساتلو سره زموږ ترمنځ اړیکي لا پیاوړي شي. تاسو او د ایران وروڼو خلکو ته د انقلابي دندو بریالیتوب غواړو".

له انقلاب د "انقلاب" ناهیلي

د عکس تشریح، سلیمان لایق وايي، د کابل واکمنو فکر کاوه چې خمیني د امریکا ضد دریځ لري، ځکه به د دوی حکومت سره ښه اړیکي ولري.

داسې ښکاري چې د نور محمد ترکي هیله مړاوي کېږي او د دواړو نوزېږو حکومتونو اړیکي نه سره ګرمېږي.

سلیمان لایق- د هغه وخت حکومت د ګوند مشرتابه شورا غړی- وايي: "موږ په دې باور و چې خمیني صیب تل د ښکېلاک او امپریالېزم ضد تمایل لري، ځکه به له موږ سره ښه اړیکي ولري، خو هغه اولنۍ مرکه کې د افغانستان انقلاب وغانده او زموږ سره یې دوښمني وښوده. موږ د هغوی پرضد جدي غبرګون ونه ښود، هڅه مو وکړه چې د ایران نوي حکومت سره د پوهاوي لار پرانیستې وي".

ایت الله خمیني چې "نه شرق، نه غرب، اسلامي ایران" شعار ور کاوه، نو دا ګرانه وه چې د شوروي ملاتړي افغان حکومت په تړاو یې مناسب نظر درلودلی وی.

کبیر رنجبر- چې پر ۱۳۵۷ کال د دوکتورا تیزس لیکه- وايي، افغانستان کې چپيو او ښي اړخو ځواکونو د ایران د انقلاب ډېر هرکلی وکړ، خو باور یې نه و چې "اخوندي رژیم" پر ایران واکمن شي او ټولې ازادۍ محدودې کړي.

دی زیاتوي، چې افغان حکومت ایران کې د دې بدلون هرکلی په دې هم وکړ چې له شاهي رژیم سره یې هم ډېر ښه اړیکي نه لرل.

هیله منتیا دوام ونه کړ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، افغانانو د ایران د انقلاب پېښې تر ډېره له راډیو په تېره بي بي سي څارلې.

د پوهنتون استاد شجاع حسین محسني وايي، لومړیو کې دواړو متضادو ځواکونو(افغانستان کې کمونیستي دولت او ایران کې د سیاسي اسلام پلویانو) ځانونه د یو بل دوست ګڼل:

"د ایران هغه وخت توده ګوند چې کمونستان وو د ایران د شاه - چې امریکا پلوی سیاست یې درلود- پرځېدل غوښتل او انقلابیان یې د کابل همتړوني بلل. ویل کېږي د افغانستان دفاع وزارت کې یوه مهم چارواکي د اسلامي انقلاب تر بري وروسته وویل، زموږ ستر ملګری خمیني ایران کې بریالی شو".

خو د ایران د انقلابیانو د چلن او سیاست ډېر روښانېدو سره د افغان حکومت واټن او ناهیلي هم ترې ډېره شوه.

افغان جهادیان چې پیاوړی تنظیمي جوړښت یې لا نه درلود د ایران د تازه سیاسي اسلام بریالیتوب سره نور هم هوډمن شول او د ایران د انقلاب اسلامي شعارونو او مذهبي مشرتابه د تهران ملاتړ جلبولو ته هیله من کړل.

خمینېست

د عکس سرچینه، /BABAMAZARI.COM

د عکس تشریح، له ښي لوري حکمتیار او نور جهادي مشران ایران کې د اسلامي انفلاب د بریالیتوب هرکلی کوي.

د واکمن حکومت اپوټه ایت الله خمیني افغانستان کې ملاتړي پیدا کړل، مګر ډېری دا ملاتړي یې بندي او ووژل شول.

د خلکو ډیموکراټیک ګوند سیاسي ادبیاتو کې د ایران انقلاب پلوه افغانانو ته خمینیست ویل کېدل.

پر ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کال د افغانستان کمونېست رژیم ډېر خلک ونیول او ورک کړل.

د دا ډول کسانو نوملړ څو کاله مخکې خپور شو او دې نوملړ کې د ځینو د نیولو تور خمینیست لیکل شوی دی.