د کابل حکومتي ودانۍ له اووه ساعته برید وروسته

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د پرون ورځې خونړي برید کې ۴۷ کسان وژل شوي، چې ۴ یې بریدګر او ۴۳ ملکي کسان په کې شامل دي. دغه برید کې ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

تصویرونه کابل کې د بي بي سي خبریال بشیر پیمان اخیستي.

د عکس تشریح، بریدګرو لومړی د شهداوو او معلولینو پر معینیت برید وکړ
د عکس تشریح، دریو بریدګرو په دیوال کې د بمې چاودنې په وسیله سوری وکړ او د فواید عامه وزارت ودانۍ ته ننوتل
د عکس تشریح، پروني برید کې ۴۳ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي کسان دي
د عکس تشریح، بریدګرو دغه ودانۍ کې مورچه ونیوله او اووه ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه.
د عکس تشریح، دغه ودانۍ کې د شهداوو او معلولینو وزارت اړوند وړکتون و چې د برید پایله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی
د عکس تشریح، دغه دفتر هم د وړکتون اړوند و
د عکس تشریح، د شهداوو او معلولینو معینیت ادارې ډېرې برخې یا بشپړې ویجاړې شوې او یا سخت زیان ورته اوښتی
د عکس تشریح، د هغې ودانۍ یوه برخه چې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتې منځ کې وه
د عکس تشریح، د دغو دفترونو یوه کوچنۍ برخه د نښتې له لوګیو او ویجاړۍ خوندي پاتې شوې
د عکس تشریح، پرونی برید د شپې نژدې ۱۱ بجې پاتې ته ورسېد

.