"د سرتېرو اېستل؛ د افغان-امریکا جګړې د پای ته رسولو لومړی عملي ګام"
د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوالو او په تیره امریکايي ورځپاڼو او خپرونو له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د احتمالي پریکړې په اړه ډیر مطالب خپاره کړي دي.
له دې ډلې نیویارک ټایمز ورځپاڼه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه لیکي د ډونلډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې شاوخوا اوه زره سرتیري له افغانستان را وباسي.
نیویارک ټایمز لیکي که له افغانستان د امریکايي سرتیرو د وتلو پریکړه وشي نو دا به په افغانستان کې د امریکا د اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره لومړی عملي ګام وي.
دا ورځپاڼه لیکي د دې ګام په پورته کولو سره هڅه کیږي چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو پرتله تر ډیره پر خپلو ځواکونو تکیه شي.
واشنګټن ایکزامینر لیکلي د امریکا په حکومت کې داسې ویره شته چې ښايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د پیل په اړه په نږدې راتلونکي کې پریکړه وکړي.
امریکا ته د احتیاط غوښتنه
د عکس سرچینه، Reuters
دې خپرونې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د پخواني قوماندان متقاعد جنرال جان الن څرګندونو ته اشاره کړې چې وايي له افغانستان د ځواکونو ویستل یوه ډیره حساسه مسله ده او که داسې وشي نو دا به د امریکا لپاره یوه لویه ستونزه وي.
د ده په وینا افغانانو پر امریکایانو اعتماد کړی چې د یوه باور وړ نظام په جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي:
یوازې د ځواکونو د وتلو اعلان په اوسنۍ ستراتیژۍ کې یو ډول کړکیچ رامنځته کوي.
د ده په وینا امریکا ته پکار دي چې په دې اړه ډیر، ډیر احتیاط وکړي چې دا پریکړه څه ډول اعلان کړي.
ډان ورځپاڼه لیکي که د امریکا ولسمشر له افغانستان د خپلو ځواکونو د وېستلو په اړه هر ډول پرېکړه کوي نو دا امرېکا پورې اړه لري ، خو د پاکستان ګټه په دې کې ده چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره کار وکړي.
د اسلامي دولت د بیا ځواکمنېدو وېره
د عکس سرچینه، AFP
اینډیپنډینټ ورځپاڼه لیکي له سوریې د امریکايي ځواکونو ناببره په شا کېدل ښايي هغه څه وي چې اسلامي دولت نومې ډله یې هیله لري.
د دې مطلب لیکوال وايي یاده ډله غواړي داسې شرایط رامنځته شي چې دوی پکې یو ځل بیا وده وکړي او شونې ده چې دا شرایط له سوریې د امریکا په وتلو سره رامنځته شي.
که ترکیه د عراق پر شمال برید وکړي میلیونه کسان به کډوال شي او د کردانو او عربانو ترمنځ به شخړه رامنځته شي او اسلامي دولت ډله په همدا ډول یوه وضعیت کې رامنځته شوه او وده یې وکړه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته