فوټبال: توپان هریرود د غوره لیګ پایلوبه وګټله
د عکس سرچینه، AFGHAN FOOTBALL FEDERATION
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان فوټبال غوره لیګ اووم پړاو پایلوبه د توپان هریرود لوبډلې وګټله. پایلوبه کې د مرکز زون لوبډلې شاهین آسمايي او د لوېدیځ زون لوبډلې طوفان هریرود سره مخامخ شوې چې د لوبې یوازینی ګول د توپان هریرود لوبډلې وکړ.
د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلو ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل او یوه لوبډله هم ونه توانېده چې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د لوبې په دویمه نیمايي او ۷۵ مه دقیقه کې توپان هریرود پینالټي ترلاسه کړه او د ګول وهلو چانس یې هم نوي سلنه وو، خو دغې لوبډلې له ترلاسه شوي چانسه ښه ګټه وانخیسته، توپ د ګول پر دروازه ولګېد او ګول نه شو.
د لوبې په دویمه نیمايي کې هم هېڅ لوبډله ونه توانېده چې کوم ګول وکړي او لوبه اضافي وخت ته وغځېده.
د عکس سرچینه، FARID NAZARI-NISAR BAHAWI
په سلمه دقیقه کې د توپان هریرود لوبډله وتوانېده چې د شاهین اسمايي ګول پرانیزي.
په لوبه کې تېروتنې یا فولونه هم کم نه وو، د لوبې تر ۸۸ دقیقې اوو لوبغاړو ته ژېړ کارتونه ورکړل شول او د توپان هریرود یوه لوبغاړي یو سور کارت ترلاسه کړ او له لوبغالي وایستل شو.
د شاهین آسمايي لوبډلې تر اوسه څلور ځله د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې ده، خو دا دویم ځل دی چې توپان هریرود دغه پړاو ته لار ومومي.
د لوبې لیدلو ته زرګونه کسان ورغلي وو، چې د مینه والو مېرمنو ونډه هم پکې له ورایه څرګنده وه.
د افغان چارواکو له ډلې د افغان حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم لوبغالي ته ورغلی و.
د عکس سرچینه، FARID NAZARI-NISAR BAHAWI
د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم د نندارچیانو له مخې تېر شول، چې د مینه والو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
په نیمه پایلوبه کې شاهین آسمايي لوبډلې د میوند اتلان او توپان بیا د اباسین څپې لوبډله ماته کړه او پایلوبې ته ووتل.
له ټول افغانستان څخه اته لوبډلو په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته