"برتانیا د افغان هوایي ځواک د وړتیا زیاتولو ژمنه وکړه"
د عکس سرچینه، ملي امنیت شورا
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، برتانیا د افغان ځواکونو په تېره هوايي پوځ د وړتیا لوړولو هڅه کوي.
د ملي امنیت شورا له دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د برتانیا دفاع وزیر د پنجشنبې( د اګسټ پر ۳۰) په ورځ ناوخته کابل کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره ولیدل.
د دې شورا ویاند قادر شاه بي بي سي ته وویل، چې د برتانیا دفاع وزیر ژمنه وکړه چې د افغان پوځ په تېره د هوايي ځواکونو په وړتیا لوړولو کې به خپلو مرستو ته دوام ور کوي.
د قادر شاه په خبره، د ترهګرۍ ضد جګړه کې برتانیا د افغانستان یو ستراتیژيک ملګری دی، ځکه دواړو لورو په دې برخه کې د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا زیاتولو خبرې وکړې.
په اعلامیه کې هم د ویلیامسن له خولې ویل شوي: بریتانیا هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتیاوې پورته کړي.
د ویلیامسن په خبره، د برتانیا په کوڅو او سړکونو کې هغه مهال د کامل امن احساس کیدلی شي، چې د افغانستان کوڅې او سړکونه امن شي.
د برتانيا دفاع وزير ګوېن ویلیامسن تېرمه مۍ میاشت کې د دغه هېواد له لومړۍ وزيرې ټريزامې وغوښتل چې افغانستان ته د څلور سوه نورو سرتېرو لېږل ور سره ومني.
د نوموړي په خبره، د دغو سرتېرو دنده به بيا هم د افغان ځواکونو روزنه وي او په جګړې کې به برخه نه اخلي.
۶۰۰ برتانوي سرتېري وارله مخه کابل کې مېشت دي چې د افغان ځواکونو روزنې سره مرسته کوي.
افغان هوايي ځواک ډېرول او پیاوړی کول
د عکس سرچینه، PA
له وسلوالو سره د مبارزې لپاره د افغان پوځ په تېره هوايي ځواکونو پیاوړي کول ډېر مهم بلل کېږي.
د دې ځواکونو تجهیزول د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت د څلور کلن امنیتي پلان برخه ده.
همدا وجه ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې امریکا هم د افغان هوايي ځواکونو د پیاوړتیا او سمبالولو هڅې کوي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جوزف ووټل تېره مۍ میاشت کې وویل، چې پر طالبانو د پوځي فشار زیاتولو لپاره به امریکا د افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو شمېر زیاتوي.
"د پوځي فشار د برخې په توګه، موږ د افغان ځانګړو ځواکونو شمېر دوه او د افغان هوايي ځواکونو شمېر درې برابره کوو".
بلک هاک الوتکې
د عکس سرچینه، RS
افغان پوځ د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې د امریکا بلک هاک چورلکې ترلاسه کړې او د روان کال په مۍ میاشت کې یې د دې چورلکو کارول پیل کړل.
ناټو وايي دا ډول چورلکې د افغان هوایي ځواکونو پراختیا، ټیکاو او و ړتیا زیاتوي.
بهرني ځواکونه وايي، د دې الوتکو لپاره یې تر ۳۰ ډېر پیلوټان روزلي او تر یوه بل کال پورې به دا شمېر دوه برابره شي.
د افغانستان هوايي ځواکونو پخوا د روسیې جوړ الوتکې او چورلکې کارولې، خو پر مسکو د واشنګټن د بندیزونو له امله کابل له روسیې الوتکې نشي پېرلی.
د امریکا بلک هاک چورلکې د افغان ځواکونو د روسیې جوړ اېم، ای ۱۷ چورلکو ځای نیسي.
ټاکلې ده تر راتلونکو څو کلونو پورې امریکا تر ۱۶۰ بلک هاک چورلکې افغان پوځ ته ور کړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته