نیکولسن: افغانستان کې د سولې او پخلاینې چانس ډېر شوی
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
جنرال جان نیکولسن چې د ویډیو کانفرانس له لارې یې له کابل په واشنګټن کې خبریالانو سره خبرې کولې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو هڅو پایلو ته هیله من ښکاریده.
هغه ویلي اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره چانس ډیر شوی دی.
د هغه په خبره، سره له دې چې جګړه سخته شوې ، خو د سولې او پخلاینې په برخه کې داسې پرمختګ ویني چې له دې وړاندې یې ساری نه دی لیدل شوی:
"کله چې د سولې بهیر پیل شي نو دا به په افغانستان کې د اوږدې مودې جګړې په تړاو یوه ښه لاسته راوړنه وي او له طالبانو سره د روغې جوړې په پيلیدو د جګړې میدان هم سړیږي".
د هغه په اند، دا بدلون نه یوازې د افغانانو لپاره چې کلونه جګړې کړولي یو ښه چاپيریال رامنځته کوي:
"بلکې له موږ سره هم مرسته کوي چې له دوی سره په ګډه پر ترهګرو فشار ته دوام ورکړو ترڅو دوی و نه شي کولی امریکا او نور ملګري هېوادونه وګواښي".
له پاکستان اندېښنه
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن دغه راز د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د کړنلارې په اړه وویل دا ستراتیژي بریالۍ ده.
د ده په وینا، د دې ستراتیژۍ یو اساسي ټکی پر سیاسي روغه جوړه ټینګار دی او په دې برخه کې شوی پرمختګ او د سولې هڅو ته د طالبانو غبرګون د دې ستراتیژۍ د بریالیتوب په معنی دی.
په پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي نیکولس وویل دې اندیښمن کړی چې د طالبانو د ټپیانو درمنله د پاکستان په روغتونو کې کیږي، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ پایلو ته هیله من دی.
د افغانانو په مشرۍ خبرې
د عکس سرچینه، Getty Images
د سولې او پخلاینې په تړاو د دغه امریکايي جنرال دا خبرې په داسې مهال دي چې ویل کېږي تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړې.
طالبانو له کلونو راهیسې د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره خبرې کول غوښتل او دا وروستۍ لیدنه د دې ډلې په تړاو د واشنګټن دریځ کې بدلون بلل کېږي.
خو ښاغلي نیکولسن ټینکار وکړ چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ وي:
د امریکا رول به د ده په وینا دا وي چې دا ډول خبرو ته لاره هواره کړي او په دې تړاو سلامشورو کې برخه واخلي.
د مسکو غونډه کې د افغانانو نه ګډون
د عکس سرچینه، Reuters
له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي بي بي سي ته وویل، چې افغان حکومت د مسکو غونډه کې ګډون نه کوي.
د ښاغلي احمدي په خبره، افغان حکومت د سولې خبرو په داسې غونډه کې ګډون کوي چې مشري یې د افغانانو په لاس کې وي.
د کابل دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړېږي او د طالبانو استازي هم ورځي.
دا غونډه راتلونکی سپټمبر جوړېږي.
امریکا لا د مخه ویلي چې دغې غونډې ته به کوم استازی ونه لېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، دوی د امریکا پر دې پرېکړه حیران نه دي.
واشنګټن تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې هم دې ته ورته یوه غونډه کې له ګډونه انکار کړی و.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته