ولسمشرغني: د اختر پر څلورمه به اوربند تمدید کړو
د عکس سرچینه، ARG
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
افغان ولسمشر محمداشرف غني داختر پر دويمه ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د اوربند پر ښه پلي کېدو خوښې څرګنده کړه او خبر یې ورکړ چې د اختر پر څلورمه به یې تمدید کړي.
ولسمشرغني د لسګونو طالبانو د خلاصون خبره وکړه او ژمنه یې وکړه چې که طالبان اوربند ته ژمن پاتې شي نو د دوی ټپیانو ته به طبي مرسته ورسوي او د بندیانو او کورنیو ترمنځ یې د لیدو کاتو زمینه برابره کړي.
تر اختر وړاندې افغان حکومت یوازې له وسله والو طالبانو سره د اوربند غږ وکړ او د پلي کولو ژمنه یې وکړه چې وسله والو طالبانو هم د اختر په ورځو کې د اوربند کولو وعده ورکړه.
ولسمشرغني په خپله وینا کې وویل چې دې اوربند ټول حیران کړي او سولې ته یې د افغانانو ژمنتیا ثابته کړه:
"د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچنی اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوی اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شی."
د اختر له لومړۍ ورځې راهیسې د افغانستان رسنۍ او ټولنیزې شبکې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو پر ویډیوګانو رپوټونه خپروي چې یوه بل ته غېږې ورکوي او اختر مبارکي کوي.
د عکس سرچینه، EPA
ولسمشر غني دغه راز وویل:
"له افغان وسله والو طالبانو هم غواړو چې هغوی هم خپل اوربند تمدید کړی. د اوربند په موده کې به د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو ټپیانو ته طبی مرستې او د اړتیا په وخت کې بشری مرستې ورسېږی او د طالبانو بندیانو ته به له خپلو کورنیو سره د اسانه تماس او لیدلو زمینه مساعده شی."
ګڼ شمېر طالبانو د هېواد په لویو ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې له افغان ځواکونو سره یو ځای د اختر لمونځ ادا کړ او لا اوس هم په ازاده توګه ګرځي چې د ملکي وګړو له تود هرکلي سره مخامخ شوي.
د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر احمد ویس برمک هم د کابل په لوېدیځ کې له یو شمېر طالبانو سره کتلي چې په عکسونو کتل کېږي چې طالبان ورسره سلفي عکسونه اخلي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته