'په بدخشان کې له یوې ښځې سر پرې شوی'
د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې امنتي چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د دې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د یوې ځوانې ښځې سر غوڅ کړی.
د بدخشان د امنیتي قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني د بي بي سي خبریال محفوظ زبیدی ته وویل چې د سیمې خلک وايي دا ښځه "له نامحرم سره د نامشروع" جنسي اړیکې په تور وژلې.
د هغه په خبره دا ښځه واده شوې وه. خاوند یې کارګر دی او ماشوم نه لري.
که څه هم روحاني یې نه مني چې دا سیمه د حکومت مخالف ډلو تر واک لاندې ده خو وایي چې وسله والو مخالفینو شاوخوا د شپې دولس بجې د دې ښځې کور ته تللي او د هغې سر یې پرې کړی.
دا پېښه د بهارک ولسوالۍ په خوش دریم کلي کې دوه ورځې مخکې شوې ده.
د بهارک ولسوال محمد عظیم موسوي دا پېښه تاییدوي، او وايي، عاملان یې له وسله والو مخالفینو سره تړلي کسان دي.
د هغه په خبره، اول د دې ښځې پوزه او بیا یې سر پرې شوی دی.
نوموړی دا هم وايي چې وسله والو مخالفینو د دې پېښې شپږ عاملان نیولي او له ځان سره یې خپلې قومندانۍ ته بېولي دي.
د طالبانو ویاند تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په بدخشان کې د ځايي طالبانو یوې سرچینې ویلي چې د دې ښځې په وژلو کې هېڅ رول نه لري او وایي چې دا پیښه د کورني تاوتریخ والي پایله ده.
بهارک د بدخشان ولایت نا امنه ولسوالي ده چې له دې مخکې د طالبانو په ولکه کې وه.
طالبان د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې فعالیت لري، له دې مخکې هم په دې ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته