ټېلرسن: ټرمپ د افغانستان په اړه سختې پوښتنې کوي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د نوې ستراتېژۍ په اړه له خپلو مشاورانو سختې پوښتنې کوي.
ښاغلي ټېلرسن د فلپین د پلازمېنې مانیلا د سیمه ییز امنیت په غونډه کې ولسمشر ټرمپ ته د خپلو ورکړو مشورو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، ولسمشر ټرمپ به په پخوانۍ بڼه د افغانستان جګړه پر مخ بونهځي:
"ولسمشر نه غواړي په پخوانۍ بڼه ادامه ور کړي، نو ځکه یې په اړه سختې پوښتنې کوي."
سپینې ماڼۍ په افغانستان کې تر شپاړس کلنې جګړې وروسته د خپلې تګلارې بیا ارزونه پیل کړې چې د رپوټونو له مخې، د ټرمپ د ملي امنیت ډله یې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو او ایستلو په اړه په دوو برخو وېشلې ده.
ریکس ټېلرسن خبریالانو ته دا خبره هم وکړه چې د ولسمشر د ملي امنیت شورا په دې اړه درې ځلي غونډه کړې او مرستیال ولسمشر مایک پینس هم د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ بیا ارزولو ته لېواله دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، ولسمشر ټرمپ ډېرو باریکو مسلو ته اشاره کوي، چې تر دې وړاندې به کوم بل چا پام نه وي ورته کړی:
" موږ هم ولسمشر ته پر حقایقو ولاړ شواهد وړاندې کوو. "
امریکايي جنرالانو د افغانستان جګړه (په ټپه ولاړه) ګڼلې وه.
افغان ځواکونه د بهرنیو هغو پر مرستې سربېره د وسله والو طالبانو په ځپلو نه دي توانېدلي.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان د شل حالت د ختمولو لپاره دغه هېواد ته د نورو ځواکونو د استولو واک د دفاع وزیر جیم ماتیس ته ور کړ.
له هغه وخته میاشتې تېرې شوي، خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر پخپل حال پاتې دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
په دغه هېواد کې دمګړۍ ۸۴۰۰ امریکايي او ۵۰۰۰ د ناټو سرتېري مېشت دي چې د افغان ځواکونو په روزنه، مشوره او هوايي ملاتړ بوخت دي.
د امریکا دفاع وزارت نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره د سپینې ماڼۍ نوې تګلارې اعلانېدو ته په تمه دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا په نوې تګلاره کې پر پاکستان او له ترهګرو ډلو سره د دغه هېواد راشه درشې ته هم پام شوی دی.
د سپینې ماڼۍ په اړه دا رپوټونه هم شته چې د ټرمپ مشاوران په ځانګړي ډول د نفوذي ستراتېژۍ مشر سټیف بانون په دې فکر کوي چې امریکايي ځواکونه د جګړې له ډګره بهر او پر ځای یې د افغانستان جګړه خصوصي قراردادي شرکتونو ته وسپاري.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار وویل، موږ به په افغانستان کې جګړې ته دوام ور کړو، ځکه موږ بل غوراوی نه لرو.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته