د امریکا د پوځ لوی درستیز د نوې کړنلارې ټاکلو لپاره کابل ته تللی
د عکس سرچینه، RSNATO
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ په ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت-چې امریکا یي مشري کوي-په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي، جنرال جوزیف ډانفورډ به له افغان چارواکو سره وګوري.
د ځینې رپوټونو له مخې افغانستان ته د ښاغلي ډانفورډ د ناڅاپي سفر هدف د دغه هېواد او سیمې په اړه د امریکا د نوې کړنلارې ټاکل دي.
له دې وړاندې ویل شوي و چې په راتلونکو څو اونیو کې به د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا نوې کړنلاره په ډاګه شي.
د افغان او امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې دغه نوې کړنلاره دوه مهمې برخې لري، چې یوه یې افغانستان ته د نورو امریکايي سترتیرو استول او پر پاکستان فشار راوړل چې د طالبانو او حقاني شبکې له ملاتړه لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل دفاع وزیر جیمز متیس ته واک سپارلی چې افغانستان ته د نورو استول کیدونکو سرتیرو د شمیر په اړه پریکړه وکړي.
ویل کیږي امریکا په پام کې لري له درې زرو تر پنځو زرو پورې تازه دمي سرتیري افغانستان ته واستوي.
د دغو سرتیرو هدف د هغه حالت بدلول دي چې امریکايي چارواکو په ټپه ولاړ بللی.
د نه ګټونکي دریځ
د عکس سرچینه، Getty Images
څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر د کانګړس غړو ته ویلي و چې امریکا اوس په افغانستان کې د ګټونکي په دریځ کې نه ده، خو دغه وضعیت د ده په وینا بدلیدونکی دی.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن له کانګرس غوښتي چې د په ټپه ولاړ حالت د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته نور سرتیري واستوي.
افغان دولت هم د دې هر کلی چې امریکا د افغانستان لپاره داسې نوې کړنلاره ټاکي چې یوازې افغانستان نه بلکې د سیمې په کچ په پام کې نیول شوې ده.
د جوزف ډنفورډ دا سفر په داسې مهال دی، چې تیره اونۍ د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته د افغانستان د وضعیت د ارزونې رپوټ وړاندې کړ. په دغه رپوټ کې ویل شوي چې وسله وال طالبان او حقاني شبکه لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځي لري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته