حقاني شبکه: د کابل خونړی برید موږ "نه دی" کړی
د وسله والو طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني د کابل په وروستي خونړي برید کې لاس لرل رد کړي دي.
حقاني په یوه خپاره شوي غږیز پیغام کې د دغو پېښو غندنه هم کړې ده.
کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، وړاندې تر دې د افغانستان ملي امنیت ادارې ویلی وو ، د کابل برید د حقاني شبکې د پاکستان استخباراتي ادارې په مرسته کړی وو.
د وسله والو طالبانو مرستیال سراج الدین حقاني په دغه شاوخوا ۱۱ دقیقه پیغام کې د کابل او هرات په وروستیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي او د دغه شان بریدونو غندنه هم کوي.
سراج الدین حقاني وايي دوی تل هڅه کړې چې د ورته بریدونو مخه ونیسي. او نه غواړي چې عامو خلکو ته ستونزې را ولاړې نه کړي.
د کابل په زنبق څلور لارې کې د برید پړه لا تر اوسه هم کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي استخباراتي معلومات یې ښیي چې حقاني شبکې د پاکستان د آی اېس آي ادارې په همکاري د کابل برید پلان کړی و.
د حقاني شبکې مشري د طالبانو د مشر د مرستیال، سراج الدین حقاني لخوا کیږي. وړاندې تر دې هم د ځینو مرګونو بریدونو پړه پر حقاني شبکې وراچول شوې وه.
د سراج الدین حقاني په دغه غږیز پیغام کې چې تر اوسه یې کره والی د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه دی شوی په افغانستان کې د وروستیو پېښو پړه پر بهرنیانو په تېره بیا پر امریکا ور اچول شوې او وايي شاوخوا پنځلس کاله کیږي چې امریکا د امریکاییانو د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې جګړه پیل کړې ده.
د کابل په زنبق څلور لارې کې د غبرګولي میاشتې لسمې نیټې برید کې تر ۱۵۰ ډېر کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول چې زیاتره یې ملکي وګړي وو.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته