فاریاب: وسله والو دوه زیارتونه سوځولي
د عکس سرچینه، .
د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې ځايي چارواکي وايي، اسلامي دولت ډلې یا داعش د نوموړي ولایت زراب ولسوالۍ په یو کلي کې دوه زیارتونه سوځولي دي.
چارواکو ویلي، دغه سیمه د روانې میاشتې لومړیو کې وسله والو نیولې.
خو داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه دې ویلي.
پېښه د سردرې په نوم کلي کې شوې، چې د چارواکو په خبره د دوستپاک او د خواجه اشکارا په نوم زیارتونو ته اور اچول شوی دی.
د سیمې چارواکي وايي، له سوځول شویو نه یو زیارت درې سوه او بل یې پنځ سوه کاله پخواني وو.
د جوزجان د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وايي داعش ډلې لومړی د زیارتونو ډبرلیکونه ویجاړ او بیا یې د زیارتونه بیرغونو ته اور وراچولی دی.
د ښاغلي حشر په خبره وروسته له هغه چې داعش ډلې زیارتونه وسوځول د سیمې مشرانو او دیني عالمانږ مظاهره کړې او د داعش ډلې یاده کړنه یې د اسلامي اصولو خلاف بللې.
د درزاب ولسوال زیاتوي هغه سیمه چې زیارتونه په کې سوځول شوي دي دوې اونۍ مخکې داعش ډلې نیولې ده.
د ولسوال په خبره په سیمه کې د داعش له وسله والو سره یو شمېر ازبک جنګالي اورپکي هم لیدل شوي دي.
مخکې له دې هم د کابل له ګاونډي ولایت لوګر څخه داسې راپورونه ور کړل شول چې ګوکې داعش ډلې په دغه ولایت کې قبرونه او زیارتونه ویجاړ کړي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته