پکتیکا کې چاودنې د مدرسې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژلي
د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په سوېل ختیځ ولایت پکتیکا کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې د دوو مدرسو د ۷ ماشومانو زده کوونکو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د پکتیکا والي الیاس وحدت وایي، چاودنه د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د پیر قوتي په سیمه کې شوې ده چې له ارګون ښار نه ۱۵ کیلومتره لرې پرته ده.
د ښاغلي وحدت په وینا په چاودنه کې وژل شوي ټول ماشومان زده کوونکي ول. دی وايي "پنځه کسان یې د یوې مدرسې او دوه د بلې مدرسې زده کوونکي ول چې د اورګون په دارالعلوم او قلندریه مدرسو کې یې زده کړې کولې".
د عکس سرچینه، FB
په چاودنه کې هغه ولسې وکړي هم وژل شوي چې ښار ته د سودا اخیستو او دارو درملو په موخه تلل.
ښاغلی وحدت دا برید "غیر انساني" بولي وايي دا د دولت د مخالفینو له خوا تازه ځای پر ځای شوی مین و.
پکتیکا ولایت نه یوازې دا چې د یو شمېر نورو ولایتونو په شان د پوځي او وسله والو فعالیتونو له کبله ناارام دی بلکې لویو چاودنو هم ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۱۳۹۳ کال لیندۍ میاشت کې د والیبال د لوبې پر مهال چې د دریو ولسوالیو ګڼ شمېر خلک ورغلي ول یوه ځانمرګي برید کې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۶۵ ټپیان شول.
د عکس سرچینه، Getty Images
پر کال ۱۳۹۳ د چنګاښ پر ۲۵ د ارګون ولسوالۍ بازار کې په یوه موټر بم چاودنه کې له ۴۰ زيات کسان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر ټپيان شول چې ډېری يې ښځې او ماشومان ول.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته