د افغانستان مشرانو جرګې د ماشومانو او ښځو د ځورولو مخنيوي قانون تایید کړ
د عکس سرچینه، PARLEMENT
د افغانستان د مشرانو جرګې د ماشومانو او ښځو د نه ځورولو قانون نن يکشنبې (۲۵ ډسمبر) په لږ بدلون سره تاييد کړ.
دغه قانون شاوخوا یوه میاشت مخکې د ولسي جرګې له خوا په دریو فصلونو او نهو مادو کې تصویب شوی و.
اوس د دواړو خونو ګډ کمیسیون د بدلونونو په اړه سلا مشورې کوي او تر هوکړې وروسته یې د توشیح په موخه ولسمشر ته استوي.
په دغه قانون کې د ځورولو بڼې، چې هغه په خبرو، فزیکي، لیکلې او یا تصویري بڼه وي تعریف شوي دي او دغه چارې ټولې جرم بلل شوي.
د دغه قانون له مخې هغه کسان چې په عامه ځایونو، لېږدونکو وسیلو او نورو ځایونو کې د ښځو او ماشومانو د ځورولو لامل شي نو له پنځو تر لسو زرو افغانیو نغد جریمه کېږي.
په قانون کې راغلي، هغه کسان چې د کار په ځای، روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو او ماشومانو د ځورولو لامل شي نو له ۱۰ تر ۲۰ زرو افغانیو نغدي جریمه کېږي.
د مشرانو جرګې غړو د دغه قانون د بېلابېلو برخو پر سر بحثونه وکړل او د رد یا تایید رایې هم پرې اخیستل کېدې.
د عکس سرچینه، Getty Images
قانون دغه راز وايي که د ماشومانو او ښځو ځورونه په پرله پسې توګه ترسره شي او ځورونکی هم ښوونکی، آمر او یا ریيس وي، د دوی ځورونه د جسمي او اروايي زیان لامل شي، نو ځورونکی یې له دریو تر شپږ میاشتو په بند محکوم بلل کېږي.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون غړې نجیبه حسیني وايي دغه قانون د هېچا پر ضد نه دی بلکې د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره دی.
نوموړې وايي،"د ازار او ځورونې متضرر په خپله يا يې خپلوان او قانوني استازی کولی شي د پوليسو محکمو ولايتي شورا او د ولسواليو شورا ادارو ته په ليکلي بڼه شکايت وکړي دغه ادارې مکلفې دي چې راغلی شکايت ثبت او د قانون له حکمونو سره سم ورته پام واړوي."
د دغه قانون د ټولو مادو په اړه تر بحث او په هغو کې د بدلونونو راوستلو وروسته د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د دغه قانون تاییدول اعلان کړل.
د قانون له مخې د ولسي جرګې په وړاندې شوې طرحه کې چې لږ بدلون هم راشي نو موضوع ګډ کمیسیون ته لېږل کېږي چې د بدلونونو په اړه بحث وکړي.
د دغه قانون موخه د ماشومانو او ښځو د ځورولو مخنیوی، له زیانمنو ملاتړ، د مناسب کاري چاپيریال رامنځ ته کول، ښوونیزو او روغتیايي آسانتیاوو ته د خلکو لاسرسی بلل کېږي.
د دغه قانون پر طرحې داسې مهال خبرې کېږي چې مېرمنې لا هم په عامه ځایونو او آن په ټولنیزو شبکو کې ځورول کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته