طالبانو د خپل مشر ژوندلیک کې څه لیکلي؟
د عکس سرچینه، Alamy
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
طالبانو د خپل نوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده ژوند لیک ـ چې شپړ میاشتې مخکې د دې ډلې مشر غوره شوی ـ د چهارشنبې په ورځ خپور کړ.
وايي،؛ مشر يې په مجلس کې اکثرا خاموشه خو د ضرورت په وخت کې يې خبرې ډیرې موثرې او کاري وي. دوی زیاتوي: "ژوند یې ساده او بي تکلفه دی، په خوراک، څښاک. جامو او مسکن کې یې د ترفه هیڅ اثر نه لیدل کیږي".
د طالبانو په خبره، د دوی نوی مشر ملا هبت الله د شیخ مولوي محمد خان زوی او د مولانا خدای رحیم لمسی دی. د دوی په وینا، ملا هبت الله د ۱۳۸۷ هـ ق کال د رجب میاشتې په ۱۵مه نېټه د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې زېږېدلی دی.
د طالبانو لخوا چارشنبه د ډیسمبر۱۴ دغه ژوند لیک په پنځو ژبو پښتو، دري، انګلیسي، اردو او عربي کې خپور شوی او په سر کې يې کښلي: "افغانستان د یرغلګرو هدیره ، د عزت ، شهامت او ویاړونو مناره ، د اتلانو او حماسه جوړوونکو کور او د جهاد، شهادت او سرښندنې مدرسه ده".
که څه هم د طالبانو لخوا د پنځه زره تورو په دغه ژوند لیک کې د دوی د مشر ملا هبت الله د روسیې ضد جنګېدو ذکر شته او هغه يې نه یوازې د مجاهدینو په وخت کې یو ښه فعال جهادي بللی، بلکې د ناټو ځواکونو ضد يې هم د دوی په ټکیو "د یرغلګرو پر ضد جګړې ته هېوادوال سنګرونو ته رابلل".
د عکس سرچینه، Reuters
خو په دغه ژوند لیک کې يې د کچلاغ د هغې مدرسې هیڅ ذکر نشته، چې پکې نوموړي څو کاله درس ورکاوه او د ځينو سرچینو پر اساس کله چې نوموړی د ملا اختر منصور مرستیال وټاکل شو، نو ډېری وګړي ورته همدې مدرسې ته د مبارکۍ لپاره راتلل.
د سرچینو په خبره، وروسته بیا هم همدلته و، خو چې کله نوموړی د طالبانو مشر وټاکل شو، نو بیا يې دا مدرسه پرې ښوده او نامعلوم ځای ته ولاړ.
د طالبانو لخوا د خپل مشر په دغه ژوند لیک کې لیکل شوي، چې نوموړی له تیرو لسو کلونو مسلسل د نبوي حدیثونو او قران کریم د تفسیر درس ور کوي چي اوس یې په هېواد کې بی شمیره عالمان شاګردان دي.
د طالبانو مخکينی مشر ملا اختر منصور د بلوچستان له نوشکي سیمې سره څېرمه په یوه امریکايي ډرون برید کې ووژل شو، چې ور سره د نړۍ لخوا پر پاکستان هغو تورونو بیا زور واخیست، چې له مودې راهیسې يې ورباندې لګوي.
نړۍ وايي، پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او د هغوی مشران يې په کوټه، پېښور او قبایلي سیمو کې د کوټې شورا، پېښور شورا او میرانشا شورا په نومونو ساتلي او هر اړخیزه مرستې يې کوي، خو پاکستان او طالبان دا تورونه ردوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته