زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې خبریالان ټپیان کړل
د افغانستان په سوېل کې امنیتي چارواکو ویلي؛ د سړک غاړې ماین په چاودنه کې درې خبریالان ټپیان شوي دي.
د زابل د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر غلام جېلاني فراهي بي بي سي ته وویل؛ ددغو خبرنګارانو موټر د جمعې په ورځ (قوس/لیندۍ ۱۲مه) د زابل په شمال کې له شهرصفا نه د بېرته ګرځېدو پرمهال په سړک کې پر ښخ کړل شوي ماین وربرابر شو.
ښاغلي فراهي زیاته کړه؛ هغوی د دولت ضد وسلوالو پروړاندې د دولتي ګډو ځواکونو د عملیاتو پوښښ لپاره د زابل شمال شهر صفا ته تللي وو.
د زابل ددغه امنیتي چارواکي په وینا، دا عملیات څلور ورځې وړاندې د پولیسو، پوځ او ملي امنیت سرتېرو پيل کړي دي.
د زابل د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر زیاته کړه؛ اوسمهال ددغو خبریالانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی او د هغوی ټپونه د اندېښنې وړ نه دي.
شل ورځې وړاندې په زابل کې یو سیمه ییز خبریال د دوو کسانو لخوا چې وسلې هم ورسره وې، د چړې په ګوزارونو ټپی شوی و.
افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) په روان کال کې په زابل کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۵ پېښې ثبتې کړې دي.
دغه بنسټ چې د ازادو رسنیو ملاتړی دی د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د خبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي ۳۷۷ پېښې ثبتې کړې دي چې شمېر یې په تېرو اتو کلونو کې د خبریالانو پروړاندې د شویو نژدې ټولو تاوتریخوالو سره برابر دی.
ددغه بنست چارواکو ویلي؛ په تېرو کلونو کې په اوسط ډول د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالې پېښې ۴۸ ته رسېدې، خو سږکال دا شمېره هیښوونکې ده.
دې پېښو کې بېلابېل تاوتریخوالی لکه وژنه، وهل ډبول، نیول او سپکاوی راځي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته