افغان او ترکمن ولسمشرانو د اقینې اورګاډي پټلۍ پرانیسته
د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د آقینې اورګاډي پټلۍ پرانیسته.
ویل شوي د اورګاډي دغې پټلۍ له لارې به د افغانستان سوداګریز توکي په پنځو ورځو کې اروپا ته ورسیږي.
د اقینې اورګاډي پټلۍ افغانستان د ترکمنستان له لارې د اسیا له نړیوالې اورګاډي پټلۍ سره نښلوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددغې پروژې پرانیستل په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ د یوه لوی پروګرام په توګه یاد کړل.
د اورګاډي دغه پټلۍ د ترکمنستان له "اتا مرات امام نظر" سیمې پیلېږي او په لومړي پړاو کې نژدې څلور کیلومتره د افغانستان د ننه د اقینې بندر کې غځول کېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
ددغې پټلۍ د پرانیستلو مراسم هم مهاله، په دواړو هېوادونو (افغانستان او ترکمنستان) کې پیل شول.
لومړی یې د پرانستلو مراسم د ترکمنستان اتا مرات امام نظر د کنفرانسونو په سالون او بیا د افغانستان د ننه د اقینې بندر کې د موسیقۍ، نڅا او خوښیو په لړ کې ترسره شول.
ولسمشر اشرف غني، چې له تېرو درو ورځو راهیسې ترکمنستان کې دی، د افغانستان په تړاو د ترکمنستان سیاست دوستانه وباله.
هغه وویل، اقینه د کار پیلامه او د افغانستان په تاریخ کې د یوه نوي څپري پرانیستل دي. ده وویل تر درو کلونو پورې به د پرمختیا نور پروګرامونه هم پیل شي.
د اورګاډي د دغې پټلۍ ۸۵ کیلومتره به د ترکمنستان د ننه او تر ۳۰۰ کیلومتره ډېر د افغانستان له شمالي ولایتونو تېرېږي.
ددغې پروژې لومړی کار په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوی و.
که څه هم په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ جوړېدو چارې دقیقې بیاارزونې او نقشې ایستلو ته اړتیا لري، خو د یادې پروژې د بشپړولو لپاره د اټکل له مخې د اسیا پراختیايي بانک د نژدې ۳۸۰ میلیون ډالرو لګولو ژمنه کړې ده.
دا مهال د اقینې اورګاډي پټلۍ یوازې څلور کیلومتره برخه د افغانستان د ننه جوړه شوې ده.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف پخپلو خبرو کې له افغانستان سره د خپل هېواد اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره وویل، دا پروژه له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراخولو کې یو لوی مثبت ګام دی.
د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ غځول د ترکمنستان - افغانستان - او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ جوړولو د طرحې یوه برخه ده.
د عکس سرچینه، Universal Images Group
ددې پروژې په بشپړېدو سره به، افغانستان د اورګاډي نړیوالې پټلۍ د شبکې له لارې له اسیا او اروپا سره ونښلول شي.
دا مهال افغانستان په لوېدیځ کې له ایران او په شمال کې له ازبکستان سره د اورګاډي د پټلیو له لارې نښلول شوی دی.
د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
دا د افغانستان د ننه د اورګاډي د پټلۍ جوړولو درېیمه لویه پروژه ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل:
''د دغې پټلۍ په پرانیستلو سره به د افغانستان خلکو په اقتصادي حالت کې ستر بدلون رامنځ ته شي. افغانستان به له اروپا، منځنۍ آسیا او نورو هغو هېوادونو سره چې په دې لار کې دي وتړل شي.ګګ
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته