غور کې دوه تښتول شوې ښوونکې خوشي شوې
د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ دوه ښوونکې چې تېره ورځ تښتول شوې وې، خوشی شوې دي.
د غور د پوهنې ریاست چارواکو ویلي؛ دغه دوه ښوونکې، ورسره یو سړی او د خوراک نړیوال سازمان درې کارکوونکي تېره ورځ په شهرک ولسوالۍ کې وتښتول شول.
د غور د پوهنې ریاست ویاند شاه محمود شهاب بي بي سي ته وویل؛ دغه کسان د سپین ږیرو د هڅو په ترڅ کې خوشي شوي او د شهرک ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي دی.
دغه کسان تېره ورځ د شهرک ولسوالۍ پرلاره هغه مهال د ناپېژانده وسله والو کسانو له لوري وتښتول شول چې د خوړو نړیوال سازمان په موټر کې سپاره وو او د ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته تلل.
چا ددغې انسان تښتونې مسوولیت پرغاړه نه دی اخستی. طالبانو هم په دې اړه خبرې ښوولې وه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته
{{rankTranslation}}