تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پیسو نړیوال صندوق وايي ۲۰۲۳ به د نړۍ اقتصاد لپاره "سخت کال" وي
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) مشرې کریسټالینا جورجیوا ویلي چین باید د کوویډ ۱۹ صفر کولو پالیسۍ له امله تر رامنځ ته شوې ګډوډۍ وروسته د اقتصاد بیا پرانیستلو تګلارې ته دوام ورکړي.
اغلې جورجیوا ویلي عادي حالت ته د چین راستنېدل به په روان کال کې د نړۍ د اقتصادي ودې تر ټولو مهم لامل وي.
خو وايي ۲۰۲۳ کال به د نړۍ اقتصاد لپاره یو "سخت کال" وي.
د چین اقتصاد د " کوویډ صفر" تګلارې او د نړیوالو غوښتنو تر کمېدو وروسته پڅ شوی دی.
مالي بنسټونه وايي، ښايي سږکال په نړۍ کې د اقتصادي ودې سرعت کم شي، خو د مېرمن جورجیوا په وینا، د نړیوال اقتصادي ځوړ مخه نیول کېدای شي. د بېلګې په توګه، د امریکا اقتصاد کې د ودې نښې شته.
د پیسو نړیوال صندوق مشرې د جنورۍ په پیل کې خبرداری ورکړی وو چې په ۲۰۲۳ کال کې به د نړۍ یو پر دریمه برخه اقتصاد له ځوړ سره مخ وي.
د پیسو پاړسوب زیاتوالي، په اوکراین کې جګړه، د بیو لوړېدلو، د سود نرخونو اوچتېدو او په چین کې د کورونا ویروس بیا راپورته کیدلو هغه لاملونه دي چې پر نړیوال اقتصادیې خپل سیوری غوړولی دی.
د اغلې جورجیا په وینا د پیسو نړیوال صندوق تمه لري چې د نړۍ اقتصاد به په ۲۰۲۴ کال کې د ودې په لور وخوځېږي.
د پیسو نړیوال صندوق په دې باور دی، که ځینې هیوادونه له اقتصادي بحران او ځوړ سره مخ وي، بیا هم کېدای شي د نړیوال بحران مخه ونیول شي، خو دا به له ځینو فکتورونو سره تړلي وي، لکه ټولنیزې ناکرارۍ، د اوبو او هوا له امله رامنځ ته کېدونکې پیښې او یا هم په اوکراین کې د جګړې حالت خرابیدل.
د پیسو نړیوال صندوق سربېره، نړیوال بانک هم په یوه راپور کې ویلي، د پیسو پاړسوب، د بانکونو د سود کچې لوړېدو، د پانګونې د کموالي او همدارنګه د توکو د ویش بهیر د ګډوډۍ له امله به د نړۍ اقتصادي وده ورو شي.