کابل کې پر کاسټر موټر چاودنه؛ یوه ښځه وژل شوې، درې کسان ټپي دي
د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان له پلازمېنې کابله رپوټونه وايي د دغه ښار د درېمې حوزې اړوند دهبوري سیمه کې پر یوه سپرلۍ وړونکي کاسټر موټر چاودنه شوې.
د طالبانو حکومت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي چې چاودنه د چسپکي ماین ده او یوه ښځه پکې وژل شوې ده.
هغه د دریو نورو کسانو د ټپي کېدو پخلی هم کړی.
دا د دې پېښې لومړني جزئیات دي چې ښايي بدلون پکې راشي.
د یادونې ده چې همدا تېره ورځ (جمعه) د کابل د شپږمې حوزې اړونده سې راهي علاءالدین سیمه کې د خلیفه صاحب په نوم جومات کې مرګونې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.
تر هغې یوه ورځ وړاندې د افغانستان د شمال بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې پر دوو ټونس ډوله موټرونو نږدې هممهاله چاودنو ملکي خلکو ته مرګژوبله اړولې وه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته
{{rankTranslation}}