ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره 'یو ځای شو'
د عکس سرچینه، TASNIM
د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، ازبکستان د افغانستان، ایران او هند تر منځ د چابهار له نړیوالې هوکړې سره یو ځای شوی دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس په رپوټ کې د ایران سیستان، بلوچستان ولایت د بندرونو او سیندونو چارو عمومي مدیر بهروز اقايي له قوله ویل شوي:
''په چاه بهار کې د ازبکستان پلاوي په حضور کې د ایران، هند او افغانستان تر منځ له چابهار هوکړې سره د ازبکستان یو ځای کېدو چارې بشپړې شوې. ''
دا ایرانی چارواکی وايي، د هوکړې مسوده چمتو شوې او راتلونکې یوه میاشت موده کې به د تهران یوه غونډه کې ازبکستان رسماً له چابهار هوکړې سره یو ځای شي.
د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال په وږي میاشت کې د افغانستان، ایران او هند تر منځ د چابهار هوکړې په نامه نړیوال سند لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ایران له دې بندره په سیمه کې د انرژۍ او سوداګري توکو د لېږد، رالېږد لپاره د ټرانزیټ کار اخیستل کېږي.
چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندر له لارې د نړیوالې سوداګرۍ په موخه تر ټولو نژدې لار بلل کېږي.
د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې له همدې لارې هند ته د افغانستان د ځمکنیو صادراتو لومړی کاروان رسماً روان شو.
چابهار بندر په ایران کې د هند سمندر پر غاړه د هند په مالي مرسته جوړ شوي چې له دې لارې غواړي له افغانستان او نورو هېوادونو په تېره بیا منځنۍ اسیا سره سودګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته