د افغانستان ټاکنو کمېسیون بهرني سلاکاران؛ څوک دي او څه واکونه لري؟
د عکس سرچینه، IEC
ټاکل شوې نن (سه شنبه، غبرګولی ۷مه/مې ۲۸مه) دوه بهرنیان د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د کمېشنرانو په توګه رسماً خپلې دندې پیل کړې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، دغه دوه بهرني کمېشنران مېرمن الوینا او احمد اسحاق احسن د ټاکنو د نوي قانون له مخې او د ولسمشر اشرف غني په حکم سره دې کمیسیون ته معرفي شوي دي.
د دغه کمیسیون په خبره، معرفي شوي بهرني کمېشنران به د ۷ افغان کمېشنرانو ترڅنګ د کمېسیون په ټولو پرېکړو کې د خپل نظر او مشورو ورکولو حق ولري، خو د پرېکړې په نیولو کې د رای ورکول حق نه لري.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وايي، دغه کمېشنران د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما له خوا ولسمشر ته معرفي کېږي او د ولسمشر له حکم سره دوی ټاکنو کمېسیون کې کار پیلوي.
دده په وینا، دغه کسان تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورپېژندل شوي او د ویاند په خبره نن ټاکل شوې خپل کار رسماً پیل کړي:
"ددوی تخصص، ددوی تجربه او نظر به په ټولو برخو کې شامل وي، خو د پرېکړو په کولو کې د رایې حق نه لري او بل سهولت به د نړیوالې ټولنې او د ټاکنو کمېسیون ترمنځ د یوې ښې همغږۍ جوړول وي".
دده په خبره ددې کسانو د ګمارلو او ورته د نوي قانون جوړلو یو هدف دا دی چې راتلونکې ټاکنې لا نورې رڼې او له درغلۍ نه پاکې وي.
د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی حقپرست وايي ددوی په ګمارلو به په ټاکنو کې د نړیوالې تولنې نظر هم شامل وي:
"په دې کې شک نشته چې ډیموکراسي په افغانستان کې یوه نوې پدیده ده او افغانان پکې ډېر تخصص نه لري، نو ځکه د بهرنیانو تجربه او تخصص ډېر مهم دي".
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند وايي، ددغو نویو کمېشنرانو په ګمارلو به د ټاکنو خپلواک کمېسیون وکوای شي چې د یوناما په فکر او مالي ملاتړ راتلونکې ټاکنې په ښه ډول ترسره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وېبپاڼه خپره شوې اعلامیه کې ددې کمېسیون مشرې هوا علم نورستانۍ د اغلې الینا او ښاغلي احسن په ورتلو خوښي ښولې او وايي هیله لري راتلونکو ټاکنو کې ددغو بهرنیو کمېشنرانو له تجربو ګټه واخلي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته