ورځپاڼې: د امریکایانو وتل؛ شپږ میاشتو که درېیو کلونو کې؟
د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
قطر کې د سولې د خبرو اترو د پايلو په تړاو نيويارک ټايمز په خپل يوۀ مطلب کې ليکلي چې دوو امريکايي چارواکو ورځپاڼې ته ويلي دوى له افغان خاورې ترهگريزو بريدونو ته د اجازې نه ورکولو په تړاو پر يوۀ ميکانيزم هوکړې ته ډېر نژدې شوي و او د دې ترڅنگ د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان پر جزيياتو هم د پام وړ پرمختگ وشو.
ورځپاڼه وايي تمه ده چې زلمى خليلزاد پرون بېرته واشنگټن ته خوځېدلى وي چې د امريکا بهرنيو چارو وزير ته په دې تړاو مالومات ورکړي.
يوۀ لوړ پوړي امريکايي چارواکي ورځپاڼې ته ويلي طالبانو له افغان خاورې د ترهگريزو بريدونو د مخنيوي په اړه په ډېرو جزيياتو يو وړانديز چمتو کړى و.
د القاعدې يادونه هم په کې شوې وه چې طالبانو لپاره د دغه چارواکي په وينا سخته موضوع وه ځکه هېڅکله يې يوه توندلارې ډله نه ده غندلې.
د ورځپاڼې په وينا، طالبانو ويلي چې دوى د مسودې د ژبې او ټکو په تړاو ډېر يو نازک حالت کې دي او هڅه کوي داسې يوۀ پوهاوي ته ورسېږي چې امريکا ته هم د مسودې ژبه د منلو وي او د دوى د وسلوالو غوسه هم ونه پاروي او په ليکو کې يې وېش رامنځ ته نه شي.
ورځپاڼه د چارواکو په وينا ليکي، امريکايان د ترهگرۍ د مخنيوي په برخه کې د طالبانو ميکانيزم نه راضي و خو په دې تړاو يې نور جزييات نه دي ورکړي.
پسرلني عملیات
ورځپاڼه وايي دواړې غاړې د امريکايي ځواکونو د مهالوېش پر سر اوږدې خبرې وکړې خو په دې برخه کې پرمختگ سوکه و او له هوکړې نه خبره لېرې پاتې شوه.
ورځپاڼه وايي طالبانو په شاوخوا شپږو مياشتو کې د امريکايي ځواکونو د وتلو خبره کوله، خو امريکايانو بيا پر درېيو کلونو ټينگار کاوۀ.
ورځپاڼه همداراز د دغو امريکايي چارواکو په وينا وايي چې طالبانو او امريکايانو افغانستان کې د تاوتريخوالي د کچې کمولو په تړاو هم پراخې خبرې شوي چې د طالبانو د پسرلنيو بريدونو د مخنيوي يوه څرگنده هڅه وه چې په تېره کې يې ډېره مرگژوبله اړولې.
د عکس سرچینه، FACEBOOK
پاکستانۍ ډان ورځپاڼه وايي پاکستان کې د ترهگرۍ ضد يوه محکمه د ولي خان پوهنتون د وژل شوي محصل مشال خان د وژنې په قضيه کې د پاتې څلورو تورنو کسانو پر وړاندې خپله پرېکړه اعلانوي . ټاکل شوې دا پرېکړه د مارچ پر شپاړسمه اعلان شي.
مشال خان ٢٠١٧ م کال کې دين ته د سپکاوي په تور د پارېدلو خلکو له لوري په پوهنتون کې دننه ووژل شو. تر اوسه محکمې ٥٧ کسانو ته سزا اورولې.
برتانوۍ انډېپنډېنټ ورځپاڼې د شمالي کوريا د رسنيو په وينا ليکلي چې د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د رايه ورکوونکو کچه ٩٩.٩٩ سلنې ته رسېده، يانې په دغه هېواد کې نژدې هره تبع به دغو ټاکنو کې برخه اخيستې.
دغو ټاکنو کې د پارلمان هرې څوکۍ لپاره يو کس نوماند و هغه هم د حکومت په اجازه. په دغو ټاکنو کې کېم جونگ اون نه و نوماند او لومړنى هېوادنى مشر دى چې د پارلمان غړيتوب به نه لري.
گارډين ورځپاڼې بيا د هغه سعودۍ الوتکې کيسه راخيستې چې د جدې له هوايي ډگره له الوتنې وروسته بېرته ځکه هوايي ډگر ته ور وگرځېده چې په الوتکه کې يوې ښځې عملې ته وويل د غېږې ماشوم يې د هوايي ډگر په انتظار ځي کې ترې هېر شوى دى.
د عکس سرچینه، Reuters
ورځپاڼه وايي کله چې پيلوټ د هوايي ټرافيکو د کنټرول له کارکوونکو د بېرته ور گرځېدو اجازه غوښته نو هغوى دغې ناوياتې پېښې حيران کړي و او پر خواله رسنيو خپرې شوې يوې ويډيو کې د هغوى غږ اورېدل کېده چې له نورو سره يې سلا مشورې کولې.
خو پيلوټ بيا دوى ته تکراروي چې د يوې مېرمنې د غېږې ماشوم هوايي ډگر کې پاتې او هغه نه غواړي چې دا سفر ته دوام ورکړي. د ورځپاڼې په وينا الوتکې ته د بېرته ورگرځېدو اجازه ورکړل شوه. ورځپاڼه وايي دغه ډول يوه پېښه چې الوتکه يې بېرته ورگرځېدو ته اړه کړه ډېره ناوياته ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته