تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مینا مرغه چې په افغانستان کې یې خپل غږ دښمن دی
هرات کې چارواکي وايي، له هېواده بهر ته د مینا په ګډون د هغو مرغانو قاچاق اندېښمن کړي، چې شمېر یې په لږېدو دی.
ویل کېږي ځینې کلیوال له ځالې د مینا مرغه بچي اخلي او د مرغانو پر قاچاقبرو یې د ۵۰۰ افغانیو بدل کې پلوري، چې وروسته ګاونډي ایران ته لېږدول کېږي.
مینا د انساني غږ تقلید کولای شي او ډېر خلک یې له همدې کبله قفسونو کې پالي. د کابل ۱۹ کلن ارسلان راته په خندا وویل، پنځه کاله کېږي چې مینا ساتي:
''دا نور مرغان هسې چغېږي، خو مینا د ماشوم په څېر هر غږ راغبرګوي. دا خاندي، ټوخیږي، سلام کوي او ان کنځل هم کوي. ''
ځايي اوسېدونکو راته وویل، چې مینا ښایسته مرغه نه دی، خو د انساني غږ تقلید او له کروندو د حشراتو ټولولو وړتیا یې بازار تود کړی دی.
د هرات ۲۵ کلن وکیل احمد بیا وايي کلونه وروسته یې د مرغانو پېر او پلور کاروبار پرې ایښی دی:
''کلیوالو به له ځالو کوچني سارايي مرغان راوړل او موږ به پلورل، خو د چاپیریال ساتنې ادارې لیک راغی، چې پر دغه کاروبار د بندیز خبره پکې شوې او موږ هم کاروبار پرېښود. ''
هرات کې د چاپیریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، په ولایت کې بندیز پلي کېږي، خو د مرغانو د قاچاق مخنیوی سخت او د قاچاق پر مهال د مرغانو مړینه لا ناوړه زیان دی.
د دغې ادارې مشر نصیر احمد فضلي له ځايي امنیتي چارواکو او سرحدي پولیسو غوښتنه وکړه، چې مرسته ورسره وکړي او د هغې لارې اوږدو کې څار کلک کړي، چې دغه مرغان پرې نیمروز ته لېږدول کېږي.
زرکې، بازان او مینا هغه مرغان دي، چې هرات کې یې نسل د ورکېدو په حال کې دی. ماهرین وايي، له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د هرات په ګډون ټول افغانستان کې د سارايي مرغانو او وحشي ژویو شمېر خورا لږ شوی دی.
د وښو او شنیلي لږوالی، جګړې، بې دریغه ښکار او بهر ته یې قاچاق د حیواناتو او مرغانو د شمېر لږوالي سببونه بلل کېږي.