BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 03:57 گرينويچ 2008 ,26 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ولس خبرې: ستراتېژي
 

 
 
ستراتېژي
کله چې دولت خلکو ته يو ارمان ټاکي بايد د هغه د لاسته راوړلو لپاره يوه ستراتيژي هم ولري.
ستراتېژي لاتيني کلمه ده، چې پۀ لومړيو کې د لښکر کشئ لپاره کارول کېده، خو اوس مهال د هغو(٨ ) پلانونو لۀ ډلې څخه ده، چې د کارونو پرمخ بيولو لپاره کارول کېږي.

حامد يو هټېوال دی، پۀ خپل کار کې د ستراتېژۍ پۀ اړيوه بېلګه ورکوي: "شپږ کاله مخکې مې پۀ ډېرې کمې پانګې کار پيل کړ.

پۀ دې فکر کې وم چې، (٦) کاله وروسته بايد زما کاروبار څنګه وي، اوس مې کاروبار ښه شوی، دا هرڅه زما کار ته د هدف ټاکلو پايله ده.

خپل کاروبار ته هدف ټاکل د ستراتېژۍ يوه بېلګه ده او ستراتېژي هغه اوږد مهاله پلان ته ويل کېږي چې د يوۀ ځانګړي هدف، د لاسته راوړو لپاره جوړېږي".

د پروان ولايت اوسېدونکي فرهاد وويل:"موږ پرېکړه وکړه، چې ټول به پۀ راتلونکو څو کالونوکې خپل بڼ بيا جوړ کړو.

فکر مو وکړ، چې څومره پيسو او وخت ته اړتيا لرو؟ دا هرڅه مو وسنجول بيا مو کار پيل کړ اوس مو باغ جوړ اوشين دی".

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي وويل: "کله چې په ملي کچه دولت خلکو ته يو ارمان ټاکي بايد د هغه د لاسته راوړلو لپاره يوه ستراتيژي هم ولري.

لۀ يوۀ کس نه نيولې ان تر دولتونو او نړيوالې کچې پورې کېدای شي د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره چې په پام کې نيول کېږي ستراتېژي يا پلان ولري.

ستراتېژي
د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره چې په پام کې نيول کېږي ستراتېژي يا پلان ولري.

لکه: د سولې د ټينګښت پۀ اړه ستراتېژي او دا ستراتېژي د (٦) مياشتو نه نيولې ان تر (١٠) کالونو او تر هغې هم د اوږدې مودې لپاره جوړېدای شي".

د ادب پوهنځي محصلې مينې د ستراتيژۍ د ارزښت پۀ وويل: "د ستراتېژي ارزښت دادی چې، د خپل هدف د لاسته راوړو ټولې لارې او ستونزې سنجول کېږي".

 
 
د خصوصي ښوونځی زده کوونکي د ولس خبرې
خصوصي زده کړې
 
 
اعتصاب د ولس خبرې
اعتصاب
 
 
د سروې يو ووړ ټيم د ولس خبرې
سروی
 
 
ښوونځی د ولس خبرې
د پرمختيايي شوراګانو دندې
 
 
انحصار د ولس خبر
انحصار
 
 
په يوه کلي کې د اوبو بمبه د ولس خبرې
انکشافي شوراګانې
 
 
په کارونو کې شفافيت د ولس خبرې
شفافيت
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>