BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 08:54 گرينويچ 2008 ,13 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ولس خبرې: خصوصي زده کړې
 

 
 
د خصوصي ښوونځي زده کوونکي
دخصوصي تعليمي موسسو نصاب د پوهنې وزارت لۀ لوري ورکول کېږي.
د خصوصي تعليمي موسسو مقرره په (١٣٨٦) کال کې د ولسي جرګې له لارې تصويب شوه او تر اوسه پورې ( ٢٠٨) خصوصي ښوونځي ثبت شوي دي.

دکابل ښار اوسېدونکې عاليې وويل: "خصوصي تعليمي موسسې هغه دي چې خلکو جوړې کړې وي، نه دولت، دولت يوازې د فعاليت اجازه ورکړې وي".

د کابل اوسېدونکي احمد تميم وويل: "خصوصي تعليمي موسسې د شخصي روغتونو او ټيلويزيونونو پۀ څېر د خلکو له خوا جوړې شوې وي او دولت يې څارنه کوي".

د پوهنې وزارت دمنځنيو زده کړو رئيس دستګير منير وويل: "دخصوصي تعليمي موسسو نصاب د پوهنې وزارت لۀ لوري ورکول کېږي.

دا موسسې کولای شي د پوهنې وزارت د ورکړل شوي نصاب ترڅنګ ځينې نور ځانګړي مضمونونه هم تدريس کړي، لکه: کمپيوټر، ديني تعليمات....

د دغو موسسو تعليمي نصاب يا درسي پلان بايد د افغانستان د دين مذهب، ملي او تاريخي ارزښتونو خلاف نه وي".

د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي، معارف او لوړوزدکړ چارو د کميسيون غړې ساهرې شريف وويل:

د خصوصي ښوونځي زده کوونکي
نصاب يا درسي پلان بايد د افغانستان د دين مذهب، ملي او تاريخي ارزښتونو خلاف نه وي".

"په مقرره کې پريکړه وشوه چې د خصوصي موسسو نصاب بايد د پوهنې وزارت نصاب وي.

فيس يې د خلکو د وسې او توان سره برابر وي او کارونه يې د افغانستان د اساسي قانون خلاف نه وي".

د افغانستان د اساسي قانون د(١٠،١٧او٤٦) مادې پر بنسټ هم خصوصي تعليمي موسسو ته د فعاليت حق ورکړل شوی دی.

د کابل د شکر درې اوسيدونکی روح الله وويل: "دولت نه شي کولای ټولو خلکو ته د زدکړو زمينه برابره کړي

نو ځکه يې خصوصي تعليمي موسسو ته د فعاليت اجازه ورکړې ده". دستګير منيريوځل بيا:

"د وګړو نفوس ورځ پر ورځ مخ په ډېرېدو دی، دا موسسې د ښوونکو د تعليمي سويې پۀ لوړولو کې مرسته کوي او د زدکړو زمينه برابروي".

 
 
د سروې يو ووړ ټيم د ولس خبرې
سروی
 
 
ښوونځی د ولس خبرې
د پرمختيايي شوراګانو دندې
 
 
انحصار د ولس خبر
انحصار
 
 
په يوه کلي کې د اوبو بمبه د ولس خبرې
انکشافي شوراګانې
 
 
په کارونو کې شفافيت د ولس خبرې
شفافيت
 
 
ښځې او انتخابات د ولس خبرې
ښځې او انتخابات
 
 
سرشمېرنه د ولس خبرې
سرشمېرنه
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>