BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 12:02 گرينويچ 2008 ,04 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ولس خبرې: سروی
 

 
 
د سروې ټيم د سروې پر مهال
د سروې پۀ مرسته يو څوک پوهېږي هغه کار چې ترسره کوي يې ښې پايلې به ولري او کنه.
سروې يوه لا تيني کلمه ده، چې د لټولو او ما لومولو مانا لري.

د ټولو هغو پروژو لپاره چې د هېواد او سيمې پۀ کچه پۀ پام کې نيول شوې وي چې تر سره شي سروې يې اړينه ګڼل کېږي.

له دې ځايه واورئ!

يو دوکاندار هجرت الله د سروې پۀ اړه وايي: "ما غوښتل دوکان جوړ کړم، د سيمې لۀ خلکو نه مې وپوښتل چې د خوراکي توکو دوکان جوړ کړم اوکنه!؟

خلکو راته وويل هو، بيا مې دوکان جوړ کړ او سروې هم د يو کار تر پيلولو دمخه د هغه کار پۀ اړه د مالوماتو ټولولو ته وايي". امين يو بل تن وويل:

"مونږ خپل کور جوړوۀ، فکر مو وکړ چې کور بايد څو خونې ولري، تشناب او پخلنځی بايد چېرته وي، چې د کور نقشه جوړه شوه بيا موودان کړ، همدغې ته سروې وايي".

د مرکزي احصايې مرستيال عبدالرشيد فخري وويل:

 سروې بايددهرکارترپيلېداد مخه، دکار پۀ جريان او د کار پۀ پای کې ترسره شي.
 

"سروې ځکه پۀ هر کار کې اړينه ده، چې د سروې پۀ مرسته يو څوک پوهېږي هغه کار چې ترسره کوي يې ښې پايلې به ولري او کنه.

لکه: يو سوداګر غواړي لۀ بهرنيو هېوادونوڅخه راوړې پلورول ته جامې،

نو لومړی بايد د دغه کار لپاره سروې وکړي چې هغه جامي بازار لري او کنه، که سروې ونه کړي کار به يې بې ګټې وي.

سروې بايد پۀ دريو پړاوونوکې، د کار تر پيلېدا دمخه، دکار پۀ جريان او د کار پۀ پای کې ترسره شي

د کار پۀ جريان کې سروې ځکه اړينه ده، چې د خلکو پۀ ژوندد کار اغېزه روښانه شي.

د کار پۀ پای کې د سروې ترسره کول د ترسره شوي کار پايلې روښانوي چې کار بريالی و او کنه چې دا هم په راتلونکي کې دکار خاوند سره مرسته کوي".

د سروې يو ټيم
 وروسته له سروې وپوهېدو چې په کلي کې ښوونځي ته اړتيا لرو.
 

سيد محمد ديوې انکشافي شورا غړی د سروې د ارزښت پۀ اړه وويل: "موږ پۀ خپل کلي کې انکشافي پروژه پلې کوله د خلکو ستونزې مونږ ته مالومې نۀ وې.

سروې مو وکړه، پۀ پای کې روښانه شوه چې کلی ښوونځي ته اړتيا لري بيا مو د ښوونځي جوړولو ته ملا وتړله، که موږ لۀ سروې پرته بله پروژه پلې کړې وای نو کار به مو بې ګټې و".

يوۀ پوه د سروې پۀ اړه داسې ويلي دي:"سروې د هر درد دوا نۀ شي کېدای، خو د سروې پۀ مرسته کولای شو د خپل کار برياليتوب او ناکامي پيدا کړو"

 
 
ښوونځی د ولس خبرې
د پرمختيايي شوراګانو دندې
 
 
انحصار د ولس خبر
انحصار
 
 
په کارونو کې شفافيت د ولس خبرې
شفافيت
 
 
د هلمند د ولسواليو شورا غړي د ولس خبرې
د ولسواليو شوراګانې
 
 
ښځې او انتخابات د ولس خبرې
ښځې او انتخابات
 
 
سرشمېرنه د ولس خبرې
سرشمېرنه
 
 
دانتخاباتو سيسټم د ولس خبرې
دانتخاباتو سيسټم
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>