|
 |
|
| اکثريتي سيسټم ځکه ومنل شو چې په کې ټول افغانان رايه ورکولای شي |
څه موده دمخه په ولسي جرګه کې د افغانستان د انتخاباتو په قانون بحث روان و چې کوم کسان کولای شي ځانونه د ولسي جرګې په انتخاباتو
کې د ګډون لپاره کانديد کړي .
غلام حيدر د پروان ولايت اوسيدونکي وويل: "په افغانستان کې دولايتي شوراګانو، ولسي جرګې او ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه معلومات لرم
کيدای شي د نورو کسانو لپاره هم ټاکنې وي"
په يادو شويو سربېره د ولسواليو د شوراګانواو ښارواليو لپاره هم انتخابات په پام کې نيول شوي خو تراوسه نه دي ترسره شوي .د لوګراوسيدونکي
هارون وويل:
 |
 په يوهيوادکې انتخابات ددې لپاره کيږي چې خپل راتلونکی وټاکي 
|
" په ولسي جرګې کې په دې بحث روان و چې ټاکنې عمومي شي، که ګوندي ؟ ځينو وکيلانو ويل چې عمومي دې وي او ځنو بيا ويل چې يوازې د
ګوندونو استازي دې ګډون وکړي .
کله چې په کلي کې د اشرکار روان وي ځنې وختونه په کور يو کس د کار لپاره غواړي چې دا د دې مثال دی چې يوازې د ګوندونو استازي
کولای شي ګډون وکړي .
اوځنې وختونه د اشر د کار لپاره غټ او واړه ټول غواړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اکثريتي سيسټم کې هم همداسې دي "د ولسي جرګې
غړې شينکۍ کړوخيل وويل:
" په ولسي جرګې کې اکثريتي سيسټم ومنل شوچې په هغه کې به د تيرو انتخاباتو په څير هر هغه څوک چې د کانديديدو شرايط پوره کړي ځانونه
کانديدولای شي .
 |
|
| هغه څوک چې د کانديديدو شرايط پوره کړي ځانونه کانديدولای شي . |
بل تناسبي سيستم دی چې يوازې د ګوندونو لپاره دی.اکثريتي سيسټم ځکه ومنل شو چې په کې ټول افغانان رايه ورکولای شي او بل افغانان
دګوندونو په اړه معلومات نه لري "
په يوه هيواد کې انتخابات د دې لپاره کيږي چې خلک خپل راتلونکی وټاکي او د هيواد چارې سمې پرمخ لاړې شي هغه کسان چې غواړي ځانونه
کانديد کړي بايدد کانديدو په شرايطو پوه وي.
|