BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 04:00 گرينويچ 2008 ,27 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ولس خبرې: د پرمختيايي شوراګانو دندې
 

 
 
د پرمختيايي شوراګانو دندې
که د يوې سيمې پرمختيايي شوراګانې سره لاس يو کړي ډېرې ستونزې پۀ اسانۍ سره هوارې کړي.
انکشافي شوراګانې د کليو په کچه د کليو د پرمختګ شوراګانې دي، چې د ملي پيوستون پروګرام لۀ لارې د کليواو پراختيا وزارت لۀ لوري پۀ کليو کې جوړېږي.

نوموړې شوراګانې دنده لري، چې د کليو د پرمختګ لپاره کار وکړي او خلک وهڅوي چې پخپله د کليو پۀ بيا رغونه کې رغنده ونډه واخلي.

پۀ کابل ولايت کې د ميربچه کوټ ولسوالۍ( ٣٧ ) پرمختيايي شوراګانو د ولسوالۍ پۀ کچه د ښځينه ناروغيو د درملنې د کلينيک ودانولو پرمختيايي کار کړيدی.

دنوموړې ولسوالۍ د يوې انکشافي شورا غړي غلام حيدر وويل:

"مونږ د شورا د مشرانوپۀ مياشتنۍ غونډه کې دا خبره ياده کړه چې په سيمه کې کلينيک نه شته او ښځېنه ناروغانې له ستونزو سره مخ دي

 پرمختيايي شوراګانو د کليو لپاره د پرمختګ کارونه کوي.
 

لۀ هماغې ورځې نه موږ وپتيله، چې انکشافي شوراګانې دې ته وهڅوو، چې پۀ ګډه د ولسوالۍ پۀ کچه کلينيک جوړ کړو، نوهماغه و، چې ټولوشوراګانو پۀ کې ونډې اخيستو ته ټټر وواهۀ ".

دا چې ولې يو، انکشافي شورا په يواځې کلينيک نه جوړاوۀ ؟ سيد جيلاني چې د نوموړي ولسوالۍ د کلينيک پۀ جوړولو کې يې ونډه درلوده وويل:

"د هرې شورا پيسې پۀ جلا ډول کمې وې، پۀ ګډه مو خپلې پيسې راغونډې کړې او د خپلې ولسوالۍ د کلينيک پروژه مو پرې پلې کړه".

د نوموړې ولسوالۍ د يوې انکشافي شورا غړي سيد محمدبيا وويل:

"دکارپرمخ بيولو لپاره د څلورو کسانويوه کاري کمېټه جوړه شوه او د څارنې کمېټه هم شته، چې کارونه څاري او څلور غړي لري.

دا کسان د ميربچه کوټ ولسوالۍ د( ٣٧) انکشافي شوراګانو لۀ خوا ټاکل شويدي ".

غلام حيدر د کلينيک د کار لپاره د ميربچه کوټ ولسوالۍ د انکشافي شوراګانو د راټوليدو د ګټو پۀ اړه وويل:

پرمختيايي شورا
مونږ د شورا د مشرانوپۀ مياشتنۍ غونډه کې خپلې او د کلي ټولې ستونزې هغوی ته اوروو.

" يوه ګټه يې دا ده چې زموږ د ولسوالۍ د ښځو روغتيايي ستونزې به هوارې شي،

او لۀ بله پلوه يې زمونږ يوالي ته ډيره ګټه ورسوله، مونږ يوبل سره نږدې شواو يوبل موو پېژندل ".

که د يوې سيمې پرمختيايي شوراګانې سره لاس يو کړي ښايي ډېرې ستونزې پۀ اسانۍ سره هوارې کړي او بل دا چې، که دا شوراګانې خپل منځي اړيکې ولري د تجربو پۀ شريکولو کې هم مرسته کوي .

 
 
انحصار د ولس خبر
انحصار
 
 
په يوه کلي کې د اوبو بمبه د ولس خبرې
انکشافي شوراګانې
 
 
په کارونو کې شفافيت د ولس خبرې
شفافيت
 
 
دټاکنو کميسيون دولس خبرې
دټاکنوخپلواک کميسيون
 
 
د هلمند د ولسواليو شورا غړي د ولس خبرې
د ولسواليو شوراګانې
 
 
ښځې او انتخابات د ولس خبرې
ښځې او انتخابات
 
 
سرشمېرنه د ولس خبرې
سرشمېرنه
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>