BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 06:59 گرينويچ 2008 ,26 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ابادۍ غږ: ميله ځايونه او ماينونه
 

 
 
څو ته ملګري چې مېلې ته سره تللي
د ميله ځای په هکله بايد له ځايي خلکو او د جومات له امام څخه معلومات واخيستل شي.
د ماين پاکۍ نړيواله اداره وايي چې په افغانستان کې هره مياشت له (٥٠) تر (٦٠) پورې خلک د ماينونو او ناچاوده توکو له امله مړه او يا ژوبل کېږي.

دغه مرګ ژوبله بېلابېل لاملونه لري چې يو يې هم مېله ده. د بېلګې په توګه دبلخ ولايت د شېر آباد د سيمې يو اوسېدونکې عبدالقدس وايي:

”د نوروز ورځ وه، زه له څو تنو ملګرو سره د چهل دختران سيمي ته دمېلې لپاره راغلم، يوه ملګري مې پسې رامنډه کړه،

زه نژدې يوې غونډۍ ته وختم چې ناڅاپه مې د يو شي غږ واورېد او پر ځمکه ولوېدم، په روغتون کې سترګې وغړولې او ښی پښه مې ډاکترانو راڅخه پرې کړې ده“.

د بغلان ولايت يو اوسېدونکی عبدالباري وايي: ”زما د خاله کور دغره پر سر و، زه هلته د کاغذباد الوزولو لپاره ولاړم. ناڅاپه پر ماين ور برابر شولو.

ماينونه
 په نا اشنا سيموکې دماينونو او ناچاوده توکو موجوديت ډېر وي.
 

دخاله د زوی مې پښه په ماين پرې شوه او زه ټپي شوم“ . خو د دغسي پېښو د مخنيوي لارې چارې څه دي؟ د ننګرهارولايت يو اوسېدونکې کامران وايي:

”موږ هره اوونۍ مېلې ته ځو. داسي ځای ته نه ځو چې تر اوسه څوک نه وي پر تللي.
پلوماشومانو او د ماين نښونښانو ته هم پام کوو.

د ماين پاکۍ د ادارې يو غړی عبدالغياث هم په دې باب وايي: ” که څوک په کومه سيمه کې بلد نه وي هلته دې نه ځي، ځکه چې په نا اشنا سيموکې دماينونو او ناچاوده توکو موجوديت ډېر وي.

بايد په سيمه کې له ځايي خلکو، د جومات له امام او يا دکليوالي شوراګانو له غړو سره خبرې وکړي او يا دي د ماين نښوته پام وکړي.“

 
 
ماينونه اوڅړځايونه دابادۍ غږ
څړځايونه او د ماينونو خطر
 
 
پوډري دابادۍ غږ
بيا په نشه روږدېدل
 
 
يو هلک چې پردي پولې په بېل وهي دابادۍ غږ
د پولو او پټيو پرسر شخړې
 
 
زراعتي محصولاتوته بازارموندنه دابادي غږ
زراعتي محصولاتو ته بازار موندنه
 
 
شيدې دابادۍ غږ
دڅارويو د محصولاتو پلورل
 
 
کوراوماين دابادۍ غږ
کوراوماين
 
 
شاړې او ماينونه ابادۍ غږ
شاړې او ماينونه
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>