BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 05:01 گرينويچ 2008 ,02 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
دابادۍ غږ: د پولو او پټيو پرسر شخړې
 

 
 
د پولو او پټيو پرسر شخړې
ځيني وخت په هغو ځمکو هم شخړې رامنځته کيږي چې سيلاب وړي وي.
د افغانستان په ځينو کليو او بانډو کې يو شمېر خلک د پولو او پټيو پر سر شخړې کوي چې دغه شخړې ځينې وختونه د مرګ ژوبلې سبب کېږي.

دمثال به ډول دا چې يو څوک د ګاونډي دځمکې پوله يا بريد ووهی اويوه ټوټه ځمکه يې په خپله ځمکه ورګډه کړي. دويم داچې سېلاب دځمکو پولې سره ګډې کړي.

غلام سخي د تخار ولايت اوسيدونکی وايي چې د تره زوی يې ديوه چم په اندازه ګډه پوله خپل پټي ته ور ګډه کړې وه. بيا سيلاب ددواړو ځمکو پولې سره ګډې کړې.

هغه زياتوي چې د تره زوی يې پرته له دې چې دی خبر کړي پر خپل سر يې پوله جوړه کړې وه او هلته يې هم يوڅه ځمکه په خپله ځمکه ورګډه کړې وه.

 څوک چې دچا پر حق تېری کوي خدای تعالی د دغه بنده حق نه بخښي .
 

نوموړېی وايی چې د تره زوی يې وويشت او مړ مې کړ. اوس له وطنه ورک اودښمنی وردغاړې ده.

دپروان ولايت اوسېدونکی غلام رسول دغه ډول ستونزه په سوله ييزه ډول اواره کړې ده، دی وايي: ”زه تېر کال له مهاجرته راغلم، ګورم چې دځمکې پوله بې ځايه شوې ده.

دکلي سپن ږيروته مې دخپلې ځمکې قباله ورښکاره کړه چې زما نيم متر خمکه دهغه په پټي کې ورګډه شوې وه. سپين ږيرو پريکړه وکړه او موږ دواړو خواوو ومنله.“

د پټي بريد چې په تيږه نښه شوی
ځيني خلکو د خپلې ځمکې بريدونه په تيږو په نښه کړي دي.

دداشان پېښو دمخنيوي لپاره دکابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ معلم سيد حميدالله وايي: ”موږ د خپلوځمکو په پولوکې تيږې ښخې کړي دي چې په اسانۍ سره ګډې نه شي.“

د اسلام دين دا کار ناروا عمل ګڼي، څوک چې دچا پر حق تېری کوي خدای تعالی د دغه بنده حق نه بخښي .

 
 
زراعتي محصولاتوته بازارموندنه دابادي غږ
زراعتي محصولاتو ته بازار موندنه
 
 
شيدې دابادۍ غږ
دڅارويو د محصولاتو پلورل
 
 
کوراوماين دابادۍ غږ
کوراوماين
 
 
شاړې او ماينونه ابادۍ غږ
شاړې او ماينونه
 
 
دتاکونو پڼه کول دابادۍ غږ
دتاکونو پڼه کول
 
 
د څارويو واکسين د ابادۍ غږ
د څارويو واکسين
 
 
 د انګور تاک  خس و برګ د آبادۍ غږ
د انګور تاک خس و برګ
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>