|
دابادۍ غږ: کوراوماين
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دملګروملتونودماين پاکۍ دفترپه وينا په افغانستان کې په هره مياشت کې د50څخه تر 60پورې انسانان په ماينونواوناچاودوتوکو ياټپي
کېږي اويامري.
دبلخ ولايت اوسېدونکي شېرخان وويل:" ډېره شونې ده چې زموږدکورد کنډوالوڅخه د وسلو دزېرمې په توګه کاراخېستل شوی يادټانګ اوتوپ مرمۍ لګېدلې وي يا زموږسيمه بمبارشوي وي اوبمونه همداسې ناچاودي پاتې وي. زه چې له کډوالۍ راغلم د خلکو نه مې پوښتنه وکړه هغوئ وويل چې کور دې ماينونه لري . ماين پاکان مې راوستل او کله چې ډاډه شوم چې ماينونه نشته نو خپله کډه مې راوستله".
دکابل دچهاراسياب ولسوالۍ اوسېدونکي سهيل وويل:" د راستنېدوپه لومړۍ شپه مو ورور د رفع حاجت لپاره دکوريوې ويجاړې برخې ته لاړاو ماين پرې وچاودېد شهيد شو" خودملګروملتونودماين پاکۍ ادارې مسولينو وويل: " بايد خلک رنګ شويو تېږوته ځيرشي سپين رنګ د سيمې دپاکوالي معنی ورکوي. سرې تيږې دماين دشتون اوشين ( ابي)رنګه تيږې دناچاودوتوکيودموجود يت معنی ورکوي که دانښې نۀ وي نوبايد د سيمې دخلکوڅخه دخپل کور په اړه پوښتنه وشي که خلکووويل چې کوريې مورچل و ، نو نۀ دې ور ننوځي که کوردماينونواوناچاوده توکيوڅخه پاک هم وي نوبيا هم بايد ښه پاملرنه اواحتياط وکړي ،ځکه چې ځينې توکي ډېرلاندې وي اوپه اساني سره نشي موندل کېدلای"
دبلخ ولايت اوسېدونکي عبد القديروويل: " مخکې ترستنېدنې لومړی خپله راغلم کورمې وران و. د ماما څخه مې يوه کوټه د لږې مودې دپاره واخېستله چې ورته راولم. وروسته مې ماين پاکان راوستل او زما له کنډوالو يې ډول ډول وسلې واېستلې. کله چې کورپاک شونو دودانولو کار مې پيل کړ، خوهره شېبه مې له احتياط څخه کاراخېست." |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||