|
ابادۍ غږ: شاړې او ماينونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايا د شاړو ځمکو د ابادولو پر مهال خلک د ماينونو او ناچاودو مهماتو سره مخ کېدای شي، ايا داسې پېښې شته؟ د لوګر اوسېدونکي عبادالله
وويل :
" زموږ په شاړې ځمکې کې تراکتورکار کاوۀ ، چې ناڅاپه چاودنه وشوه کله چې ورغلو ماين تراکتور وران کړی او چلونکی يې ټپي و ." د لوګر بل اوسېدونکي بنات خان وويل:" کله چې له مهاجرته راغلو نو ددې لپاره چې د خپلې شاړې په ابادولوکې په ماينونو برابر نه شو له خلکو نه مو پوښتنه وکړه. هغوئ وويل چې خمکه له ماينونو ډکه ده . وروسته مو ماين پاکان خبر کړل تر څو يې پاکه کړي ، هرڅوک چې شاړې ځمکې ابادوي بايد دسيمې د خلکو نه پوښتنه وکړي، وګوري چې هلته تيږې په رنګ سرې شوي که نه؟
او بل که د جنګ نښې وي نو کېدای شي چې ماينونه هم وي . لاړ دې شي ماين پاکان دې خبرکړي " په افغانستان کې دملګرو ملتونو دماين پاکۍ دنړيوالې ادارې چارواکي رفيع الله الکوزي وويل: " که څوک چېرته د جنګ نښې يا سوځېدلی موټروويني نو هلته دې کار نه کوي.د ماين پاکانو له لوري نښو ته دې هم پام وکړي مثلاً سرې شوې تيږې د ماين او شنې تيږې د ناچاوده مهماتو د شتون نښه ده. که خلک ددغو نښو او ياکوم نا اشنا شي سره مخ کېږي نولاس دې نه وروړي، د سيمې خلک او ماين پاکان دې خبر کړي".د لوګر بل اوسېدونکي عزت الله وويل: " څوک چې زموږ کلي ته نوي راشي او غواړي خپلې شاړې ابادې کړي او په ځمکه کې ماينونه وي موږ يې پوهوو چې لومړی بايد ماين پاکان خبر کړي ."
دهغو شاړو ځمکو په هکله چې دماينونو اوناچاوده توکو د موجوديت شک پرې کېږي ،بايد مخکې ترآبادولو دسيمې له خلکو سره مشورې وشي. پوښتنه وشي چې ايا په ځمکه کې يې د ماينونو او ناچاوده مهماتو خطر شته او که نه او همدارنګه ماين پاکان خبرکړای شي ترڅو مو ژوند له خطر څخه وژغورل شي . |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||