نوې څېړنه؛ اسپانیا کې ۳۰۰۰ کاله مخکې خلکو مخدره توکي کارول
د عکس سرچینه، P Witte
- Author, جورج رائټ
- دنده, بي بي سي
یوه نوې څېړنه ښيي چې په اسپانیا کې خلکو له ننه نژدې ۳۰۰۰ کاله مخکې نشه لرونکي درمل کارول.
ساینسپوهان وايي، په مینورکا سیمه کې له یوې هدیرې موندل شوي ویښتان ښيي چې پخوانیو انسانانو دغسې دارو چې سخته نشه یې درلوده، له ونو، بوټو ترلاسه کول.
دا په اروپا کې لومړنۍ داسې مستقیمې نښې، نښانې بلل کېږي، چې ښيي پخوانیو مدنیتونو کې د نشې لرونکو دارو، درملو دود شتون درلود.
څېړونکو ته معلومه شوې، چې د دې مخدرو موادو له کارولو سره به انسانان په توهمي فکرونو کې ډوب او په هزیاني کیفیت به مبتلا کېدل.
د دې څېړنې موندنې چې په ساینس جورنال ساینټفیک کې خپرې شوې د مینورکا سمیې په ایس کارټکس نومي غار کې په دې تړاو د انسانانو فعالیتونه څرګندوي.
د دې غار په هکله ویل کېږي چې تر ۲۰۰ پورې انساني قبرونه پکې دي او له مېلاده ۸۰۰ کاله مخکې نژدې ۶۰۰ کالو پورې د هدیرې او مذهبي مراسمو ځای پورې کارول کېده.
څېړونکي وايي، دوی باوري دي، چې موندل شوې بېلګې چې ښايي د خورا سختې نشې لامل کېدې، په همدې غار کې د مذهبي مراسمو یوې برخې په توګه کارول کېدې.
د موندل شویو موادو بېلګو څېړنه ښيي چې په مذهبي مراسمو کې کارول کېدونکي دا توکی چې رنګ یې سور بخون اوښتی، د ذهني کیفیت اوښتو درې ډولونو لامل کېده.
ساینسپوهانو اتروپین او سکوپولامین تر څنګ چې انساني ذهن له توهمي فکرونو ډکوي، ایپیدراین هم موندلي چې د انرژۍ او بیدارۍ لامل کېږي.
له دې مخکې په اروپا کې د ماقبل تاریخ زمانې مخدره موادو شتون غیر مستقیم ثبوتونه موندل شوي وو، چې یوه بېلګه یې په هنري اثارو کې د مخدره موادو د بوټو انځورونه وو.
د عکس سرچینه، Consell Insular de Menorca
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته