د سولې نوبل جایزې روسي ګټونکي نه د "جایزې ردولو غوښتنه شوې"
- Author, چارلي هينز - لوسي پاول
- دنده, بي بي سي
د سږ کال سولې نوبل جایزې روسي ګټونکي ران راچینسکي ویلي، د کرملین واکمنانو ترې غوښتي چې دا جایزه رد کړي.
راچینسکي، چې د روسییې د حقوقي (میموریل) ټولنې مشر هم دی، ویلي ترې وغوښتل شول چې دا جایزه ونه مني؛ ځکه چې د جایزې دوره نور شریک ګټونکي - د اوکرایین د ملکي ازادیو د مرکز مشره او بیلاروس کې د انساني حقونو یو زنداني مدافع- "نا مناسب" ورته ګڼل شوي.
"میموریل" په روسیه کې د ملکي حقونو له اوږده تاریخ لرونکو ټولنو ګڼل کېږي چې تېر کال حکومت وتړله.
د روسیې د بهرنیو چارو له وزارت سره په دې تړاو اړیکه ونیول شوه.
د بي بي سي ځانګړي (هارډ ټاک) پروګرام کې راچیسکي وویل، ټولنې ته یې سپارښتنه شوې چې جایزه رد کړي خو "طبیعي ده موږ دې سپارښتنې ته ډېر پام نه کوو".
که څه هم د هغه د خوندیتوب په اړه اندېښنه شته، خو راچیسکي وویل د میموریل ټولنې کار لا هم اړین دی.
ده وویل "نن روسیه کې، هېڅوک د شخصي خوندیتوب ضمانت نه لري. هو، ډېر خلک ووژل شول. خو پوهېږو چې دولت ته به څوک سزا ورکړای شي... له دې کړاو نه په یوه طریقه د وتلو اړتیا ده".
دغه ټولنه د پخواني شوروي اتحاد د ځپلو تاریخي پېښې مستندوي.
د عکس سرچینه، Reuters
دې ټولنې خپل لومړنی مشر ارسیني روګینسکي د پخواني شوروي د کار کمپونو ته استولی و چې 'د کمونېزم ضد' اړوند تاریخ په اړه څېړنه وکړي.
د نوبل جرګګۍ د لومړي جایزه ګټونکي د اعلانولو پرمهال وویل، (میموریل) ټولنه ددې لپاره جوړه شوې چې (د تېر وخت نادودې د نویو جرمونو ترسره کولو مخنیوي کې یو اساسي کار دی).
راچینسکي په دریو بېلابېلو هېوادونو کې جایزه ګټونکو ته د جایزې ورکولو پرېکړه ښه کار بللی دی.
خو له روسي جایزه ګټونکي سره جایزه کې شراکت هم لانجې راپارولې دي.
هغې ښځې چې په اوکرایین کې د ملکي ازادیو د مرکز مشري کوي او د جایزې بله ګټونکې ده، له راچینسکي سره یوځای له مرکې انکار کړی او بي بي سي له دواړو سره اوسلو کې جلا - جلا مرکې وکړې.
کله چې له هغې وپوښتل شول چې ولې یې جلا مرکه غوره وګڼله، د اولکسندر ماتویچوک ځواب دا و چې "اوس موږ په جګړه کې یو او غواړو د بشر حقونو په باب د اوکراییني مدافعانو غږ واورېدل شي".
هغې پر روسیې خپلو جیو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره له جګړې نه د یوې وسیلې د کارولو تور ولګاوه او وايي چې د شخړې زیاتولو لپاره یې جنګي جرم هم وکړ.
د عکس سرچینه، EPA
د جایزې دریم ګټونکی د بیلاروس د انساني حقونو یو مدافع الیس بیالیاتڅکي دی، چې د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې له محاکمې پرته د خپل هېواد زندان کې پروت دی.
دی بیلاروس کې د انساني حقونو د (فیاسنا) یا "پسرلي" په نامه مرکز بنسټګر دی. دا مرکز په ۱۹۹۶ کال کې بیلاروس کې د هغه وخت د مشر الکسندر لوکاشینکو له لوري د راپارېدلو لاریونیانو د وحشیانه ځپلو په غبرګون کې جوړ شو.
بیالیاتڅکي درې کاله زندان کې تېر کړل او په ۲۰۱۴ کال خوشی شو.
اغلې ماتویچوک د جایزې بیلاروسي شریک (بیالیاتڅکي) په اړه ویلي چې هغه "یو ډېر زړور سړی دی، نو ځکه ان زندان کې هم خپله مبارزه روانه ساتي".
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته