د وېنزویلا ځمکښوېدنو کې د وژل شویو شمېر ۳۶ تنو ته لوړ شوی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مرستندویان د بې درکه کسانو له ستونزو ډک لټون کې ښکېل دي

د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس سویل لوېدیځ ته په لا تېخېریاس ښار کې کې په وروستیو ځمکښوېدنو کې د وژل شویو کساو شمېر ۳۶ تنو ته لوړ شوی دی.

چارواکو ویلي ۵۶ نور کسان بې درکه دي چې د بېړنیو خدماتو شاوخوا زر مرستندویان یې پر لټون بوخت دي.

د وېنزویلا مرستیالې ولسمشرې دېلسي رودریګویز ویلي هڅې روانې دي‌ چې نادرکه کسان پیدا او وژغورل شي.

نوموړې له هغو کورنیو سره خواخوږي هم ښودلې خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي.

د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د دې خونړۍ پېښې له کبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی.

ځايي رسنیو ویلي په وژل شویو کې دوه کوچني ماشومان دي.

د عکس سرچینه، EPA

پخوا د دغو ځمکښوېدنو د قربانیانو شمېر ۲۵ تنه ښودل شوی و خو تازه کورنیو چارو وزارت ویلي دا شمېر ۳۶ تنو ته لوړ شوی.‌

دا ځمکښوېدنې تر هغې وروسته پېښې شوې چې د سختو موسمي‌ ورښتونو له کبله د 'اېل پاتو' سیند څنډې ماتې شوې او اوبو ور څېرمه کلی کورونه، دوکانونه او موټرونه لاهو کړل.

یوه ۶۵ کلن ځايي اوسېدونکي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي د کور هر څه یې اوبو وړی خو ده ځان تر ۴۰ دقیقو پورې د بام پر سر انټن پورې کلک کړی او ژغورلی دی.

یوې بلې ښځې بیا ویلي چې ټول عمر همدلته ښار کې اوسېدلې خو اوس یې کلی اوبو وړی.

د عکس سرچینه، Reuters

چارواکي وايي لا تېخېریاس ته د غځېدلې بریښنا مزي پرې شوي او ښار تیاره کې ډوب دی.

له مسلکي مرستندویه ډلو سره روزل شوي سپي هم د احتمالي ژوندیو پاتې کسانو لټون کې مرسته کوي.

د وېنزویلا کورونیو چارو وزیر رېمیګیو سېلبوس وايي دا ځمکښوېدنې د جولیا توپان پایله کې د ریکارډ کچې ورښتونو له کبله پېښې شوې.