د ملکې الېزابت تابوت لندن کې بکېنګهم ماڼۍ ته رسېدلی
د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا د ملکې دویمې الېزابت تابوت په ځايي وخت تېره شپه لندن کې بکېنګهام ماڼۍ ته ورسېد.
د ملکې لېزابت تابوت د هغې زوی پاچا دریم چارلس، لمسیانو یې ویلیام او هري او همدا راز د سلطنتي کورنۍ نورو غړو بدرګه کاوه او زرګونه کسان ورته د لارو په اوږدو کې درناوي او نندارې ته ولاړ وو.
د عکس سرچینه، Reuters
د بکېنګهم ماڼۍ شاوخوا د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده.
ټاکلې د ملکې الېزابت مړی به یوه شپه دې ماڼۍ کې ایښی او چارشنبه به په ځايي وخت تر غرمې وروسته په رسمي مراسمو کې د پارلمان وېسټ منسټر هال ته ولېږدول شي.
د نوموړې تابوت به تر هغې وروسته څلور ورځې دغه ځای کې ایښی وي چې خلک ورته د دعا او درناوي مراسم وړاندې کړي.
د عکس سرچینه، PA Media
د بریتانیا ملکه دویمه الېزابت د سپتمبر پر ۸مه سکاټلنډ کې په سلطنتي استراحتګاه کې مړه شوه او تابوت یې پرون د خلکو د دعا او احترام لپاره د اېډنبرا سنت جایلز جامع کلیسا کې ایښی و.
د عکس سرچینه، Getty Images
ملکه الېزابت دویمه راتلونکې دوشنبه خاورو ته سپارل کېږي او پر دې ورځ به بریتانیا کې عمومی رخصت وي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته