د ۲۰۲۲ کال د حج مراسم: يو ميليون کسانو حج کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حاجیان د حج لوی رکن یا د عرفات مراسم ترسره کوي. دوی د عرفات په میدان کې ورځ تېروي

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان د جمعې په ورځ سعودي عرب کې د حج فريضه ادا کوي.

جمعه (۸ جون) حاجیان د حج لوی رکن یا د عرفات مراسم ترسره کوي. دوی د عرفات په میدان کې ورځ تېروي، هلته په لمر کې لمنځونه او دعا کوي. له دې وروسته دوی د شیطانانو ویشتلو ځای ته او له هغه ځایه مسجد حرام ته ځي او د وداع طواف کوي. د وداع طواف سره چې معنی یې مخه ښه ده، د حج مراسم پای ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سږ کال حج مراسمو یوه بله ځانګړتیا دا ده چې ښځې اړ نه دي چې محرم له ځان سره ولري. خو شرط یې دا دی چې مراسم په ډله ییزه توګه ترسره کړي.

له دوه کلنو محدودیتونو وروسته سږ کال یو میلیون کسان حج مراسمو کې برخه اخلي، دا شمېر د نورو عادي کلونو پرتله ډېر کم دی، خو د کورونا وبا له پیله تر اوسه د کډونوالو تر ټولو لوی شمیر دی. ټولو حاجیانو د کورونا وېروس ضد واکسین کړی او عمرونه یې له ۶۵ کلونو ټیټ دي.

د سږ کال حج مراسمو یوه بله ځانګړتیا دا ده چې ښځې اړ نه دي چې محرم له ځان سره ولري. خو شرط یې دا دی چې مراسم په ډله ییزه توګه ترسره کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دوه کلنو محدودیتونو وروسته سږ کال یو میلیون کسان حج مراسمو کې برخه اخلي، دا شمېر د نورو عادي کلونو پرتله ډېر کم دی، خو د کورونا وبا له پیله تر اوسه د کډونوالو تر ټولو لوی شمیر دی.

سږ کال ۱۳ زره افغان حاجیان هم دې مراسمو کې برخه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سږ کال ښځې اړ نه وې چې محرم له ځان سره ولري خو په دې شرط چې حج په ډليز توګه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټولو حاجیانو د کورونا وېروس ضد واکسین کړی او عمرونه یې له ۶۵ کلونو ټیټ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عرقان پر ميدان حاجيان دعا کوي