ترکیې ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب ملاتړ اعلان کړ
د عکس سرچینه، Reuters
انقرې ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب له مخالفته لاس اخیستی او هوکړه یې کړې چې د دغو هېوادونو د غړیتوب غوښتنې ملاتړ وکړي.
د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو ویلي دغو هېوادونو ماډریډ کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته په دې تړاو یو درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
په دې هوکړه کې راغلي چې دغه هېوادونه به "له یو بل سره د دوی امنیت ته د پېښو ګواښونو پر وړاندې بشپړ ملاتړ کوي."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اروغان تېره مې میاشت د فنلنډ او سویډن لخوا د ناټو غړیتوب د غوښتنې مخالفت وکړ او دا هېوادونه یې ترهګرو سازمانونو ته په پناه ورکولو تورن کړل.
د هغه اشاره ظاهرآ کرد وسله والو ته وه.
ښاغلي اردوغان هغه مهال ویلي وو "له دغو هېوادونو یو هم د ترهګرو سازمانو پر ضد واضیح دریځ نه لري. څنګه پرې باور کولی شو؟"
تازه د فنلنډ ولسمشر یوه اعلامیه کې ویلي "فنلنډ به د ناټو د یوه غړي په توګه، د دغه سازمان ترهګرۍ ضد هوکړو او پالیسیو ته بشپړ ژمن وي."
ترکیې سره پر څه هوکړه شوې؟
د عکس سرچینه، Getty Images
اې اېف پي خبري اژانس خپل رپوټ کې ویلي د ترکیې ولسمشر د ماډریډ له خبرو هغه څه ترلاسه کړل، چې غوښتل یې.
د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي:
•سویډن منلې چې د انقرې لخوا د غوښتل شویو مشکوکو وسله والو د ورسپارلو چاره به چټکوي
•سویډن او فنلنډ کې به قوانینو کې په تعدیلاتو سره د وسله والو خلاف ګامونه اخیستل کېږي
•او دغه دواړه هېوادونه به پر ترکیې د وسلو د پلور د مخنیوي لګولي بندیزونه هم لغوه کوي
د ناټو د سرمنشي او غړو هرکلی
د عکس سرچینه، AFP
لوېدیځو هېوادونو انقرې لخوا ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب سره له مخالفته د لاس اخیستلو تود هرکلی کړی دی.
په دې لړ کې پخپله د ناټو سرمنشي ویلي له پلان سره سم د ناټو پراخېدل په دې معنا دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه معکوس څه لاس ته راوړي چې چنه یې پرې وهله.
نوموړي زیاته کړه "ولسمشر پوتین ناټو کوچنۍ غوښته - خو اوس یې پوله کې له سترې ناټو سره مخ دی. نو په دې توګه نوموړی د هغه خلاف څه لاسته راوړي چې غوښتل یې."
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د ترکیې، سویډن او فنلنډ ترمنځ د هوکړې ملاتړ کړی.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن دا عالي خبر بللی او پر خپل تویټر یې لیکلي "د سویډن او فنلنډ غړیتوب به زموږ ځلانده اېتلاف لا پیاوړی او خوندي کړي."
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته