ملګرو ملتونو په نړیواله کچه د خوراکي توکو د کمښت خبرداری ورکړ
د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې د اوکرایین جګړې نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت او لوږې خطر ډېر کړی دی.
ښاغلي ګوتېرش ویلي د دې جګړې له کبله وار له مخه د نړۍ بېوزله هېوادونو کې د بیو لوړېدو سره غذايي امنیت خراب شوی دی.
نوموړی وايي که له اوکرایینه له جګړې د وړاندې مهال په کچه د خوراکي توکو صادرات بېرته پیل نه شي، نړۍ به له داسې لوږې او قحطۍ سره مخ شي، چې ښايي څو کاله به دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دا څرګندونې دغه سازمان کې د خوراکي توکو په اړه غونډه کې کړي.
دا ناسته داسې مهال شوې چې ملګري ملتونه وايي د تېرو دوو کلونو اوږدو کې نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې د خوراکي امنیت له اړخه خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي، له ۱۳۵ - ۲۷۶ میلیونو ته لوړ شوی دی.
ښاغلي ګوتېرش ویلي پر اوکرایین د روسیې یرغل خوراکي امنیت چې له وړاندې د نړیوالې تودوخې او کورونا وبا له کبله ښه نه و، لا پسې خراب کړی.
د روسیې له یرغل وروسته د اوکرایین له بندرونو د غلو دانو او غوړیو صادرات درېدلي.
اوکرایین پراخې کرهنیزې ځمکې لري او تر جګړې وړاندې یې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د لمرمخو غوړي، غنم او نورې غلې دانې صادرولې.
د عکس سرچینه، EPA
د اوکراییني صادراتو له درېدو سره د نړۍ مارکېټونو کې د دغو محصولاتو بیې پام وړ لوړې شوې.
ملګري ملتونه وايي نړۍ کې د خوراکي توکو بیې د تېر کال د همدغو ورځو شپو پرتله ۳۰ سلنه لوړې دي.
ښاغلي ګوتېرش ویلي دا شخړه د دې لامل شوې چې "لسګونه میلیون خلک د خوراکي ناامنۍ، خوارځواکۍ، د پراخې کچې لوږې او قحطۍ له خطر سره مخ شي."
هغه زیاته کړه: "که لاسونه سره ورکړو، ټولو ته کافي اندازه خوراکي توکي شته. خو که دا ستونزه همدا نن هواره نه کړو، راتلونکو میاشتو کې د خوراکي توکو کمښت سره مخامخېږو."
د ملګرو ملتونو سرمنشي دلته دا هم وویل چې دا کړکېچ بازار ته د اوکراییني محصولاتو او ترڅنګ یې د روسیې او بېلاروس له تولیدي سرې پرته د حل بله ګټوره لار نه لري.
د عکس سرچینه، AFP
ښاغلی ګوتېرش زیاتوي "روسیه باید اجازه ورکړي چې د اوکرایین بندرونو کې کوټه شوې غلې دانې د امن فضا کې صادر شي. له دې پرته یې صادرېدو ته باید نورې لارې چارې وکتل شي، که څه هم پوهېږو چې دا کار پخپله هم د ستونزې حل پاره کافي نه دی."
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي په دې تړاو یې د روسیې، اوکرایین، ترکیې، امریکا، اروپايي ټولنې او څو نورو مهمو هېوادونو سره د لوړې کچې اړیکې نیولي.
هغه که څه هم دې برخه کې پرمختګ ته هیله من دی خو وایي اوږده لار پر وړاندې لرو.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته