د تصویرونو البوم: روسي ځواکونو پر اوکراییني ښارونو بریدونه ډېر کړي

روسي ځواکونو د اوکرایین سویل کې د لومړني مهم ښار خیرسون کنټرول ترلاسه کړی دی.

د عکس سرچینه، EyePress News/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، د چهارشنبې پر شپه یوه امنیتي کمره د خیرسون مرکزي سیمه کې ولاړ روسي زغروال ګاډي ښيي.

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د خیرسون ښاروالي وايي، روسي ځواکونه د ښار په منځ کې د ښاروالۍ ودانۍ ته رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د خیرسون نیول د روسیې لپاره په اوکراییني خاوره کې د نور پرمختګ لپاره د پوځي اډې چمتو کولو لړ کې اهمیت لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اوکرایین په خارکيېف کې د روسي پوځونو له توغندیز برید وروسته یوه نړېدلې ودانۍ لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خارکیېف ښار مرکزي برخه کې اساسي قانون واټ اوس داسې ښکاري.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency / Getty Images

د عکس تشریح، اوکرایین ته د روسي پوځ له ننونو راهیسې نژدې ۸۰۰ زره کسان له کور- کلي تښتېدلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په کيېف کې یو ماشوم له خپل پلار سره خدای په اماني کوي، چې د جګړې له ډاره له کورنۍ سره لیویف ښار ته ځي.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.