هندي محصلینو له محکمې غوښتي له حجاب سره ټولګي کې د کېناستو اجازه ورکړي
د عکس سرچینه، Umesh Marpally
د هند په جنوبي ايالت کرناټک کې يوه عالي محکمه د هغو مسلمانو زده کوونکو په اړه چې غواړي په ټولګيو کې د حجاب په سرولو اجازه ولري پرېکړه کوي.
دا پرمختګ د شپږو ښځينه زدکوونکو له خوا د څو اوونيو لاريون وروسته رامنځ ته شوی دی.
لاريون کوونکې وايي چې ټولګيو ته ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، ځکه د کالج د مسوولينو ورته ويلي چې په ټولګيو کې دننه بايد حجاب لېرې کړي.
اوس دلته مسلمانو نجونو غوښتي چې له حجاب سره دې په ټولګيو کې دننه د کېناستو اجازه ورکړل شي. دوی وايي د هند اساسي قانون اجازه ورکوي هر څه چې وغواړئ اغوستلی شئ.
د کرناټک د پوهنې وزير ناګيش بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې حکومت به ډېر ژر په دې اړه خپله قضيه د کرناټکا عالي محکمې ته وړاندې کړي چې راتلونکې اوونۍ به پرېکړه وشي.
د يوې زدکوونکې له خوا شوې عريضه کې راغلي چې د هند د اساسي قانون له مخې دوی د دې اجازه او حق لري هر څه يې چې زړه وي واغوندي.
په بله عريضه کې چې د پنځو لاريون کوونکو له خوا ويل شوي چې د حکومت له خوا خپرو شويو لارښونو کې د کالج لپاره د يونيفورم په اړه يادونه نه ده شوې.
دواړو غوښتنلیکونو د کېرالا ایالت د محکمې هغې پرېکړې ته هم اشاره شوې چې مسلمانو زدکوونکو ته یې د حجاب اغوستلو اجازه ورکړې ده.
د عکس سرچینه، Umesh Marpally
د یوه ځايي کالج شپږ پېغلې زدکوونکې نجونې وايي، دوی ته له څو اونیو راهیسې ځکه په ټولګي کې د کېناستو اجازه نه ورکول کېږي، چې د ټیکري پرسرولو ټینګار کوي.
د کالج منتظمین بیا وايي، له نجونو یې غوښتي چې په ټولګي کې دې ټیکري نه پرسروي، خو د لیسې په ودانۍ کې دننه یې پرسرولای شي.
د کالج دا نجونې د نورو په څېر د کمیس، پرتوګ یونیفورم او یو کوچنی ټیکری چې 'دوپټه ' بلل کېږي، اغوندي، خو غواړي د سر ویښته هم پټ کړي.
د دې نجونو له ډلې یوه الماس اې ایچ نومېږي چې د بي بي سي هندي څانګې ته یې وویل: ''موږ یو شمېر نارینه ښوونکي لرو او د هغو پر وړاندې باید زموږ د سر ویښته هم پټ وي، له همدې کبله د حجاب اجازې غوښتنه کوو. ''
په هند کې د حجاب یا بورکې کاروول معمول دی، خو په دا وروستیو کلونو کې د دې هېواد یو شمېر مسلمانې او مسیحي ښځې شکایت کوي، چې له همدې کبله ګواښل کېږي.
دلته زدکوونکې وايي له دې امله يې زدکړې اغېزمنې شوې دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته