اسرائیل د راکټي بریدونو غبرګون کې پر غزې بمبار کړی
د عکس سرچینه، AFP
د اسرائیلي پوځ جنګي الوتکو تېره شپه د څو ساعتونو لپاره په غزه کې پر یو شمېر سیمو هوایي بمبار کړی دی. اسرائیل وایي، دا بمبار یې د فلسطیني وسلوالو ډلو لخوا د راکټي بریدونو په غبرګون کې کړی دی.
تر اوسه په دې بریدونو کې دواړو لوریو ته د مرګژوبلې په اړه رپوټونه نه دي ترلاسه شوي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، خبلو بمباریو کې یې د غزې په سویل کې د حماس ډلې د وسلوالو یوه غونډه هم په نښه کړې ده.
دوی ادعا کوي چې په دې غونډه کې د حماس وسلوالو پر د اسرائیل د برید لپاره توغندي چمتو کول.
پوځ همدا راز ویلي، له بمبار پیلولو وړاندې یې غزه کې د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې خوندي ځایونو ته ووځي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانې کې ښکاري چې د غزې په استوګنیزو سیمو کې له بمبار وروسته اورونه بل دي.
ویل کېږي چې دا اور د غزې سویل خان یونس سیمه کې له بمبار وروسته لګېدلی دی.
حماس ډله هم مني چې د غزې په شمال کې د دوی مرکزونه د اسرائیلي ټانکونو او الوتکو لخوا په نښه شوي دي.
یاده دې وي چې د شنبې پر سهار دوه راکټونه د اسرائیل تل ابیب ښار ته نږدې سیند کې ولوېدل. خو تر دې دمه کومې فلسطینۍ وسلوالې ډلې د دې راکټونو د توغولو مسؤلیت نه دی منلی.
د تېر ۲۰۲۱ کال په می میاشت کې د اسرائیل او غزې پر ګډه پوله ۱۱ ورځې خونړۍ جګړه وشوه چې په پایله کې یې شاوخوا ۲۵۰ کسان په غزه او ۱۳ کسان په اسرائیل کې ووژل شول.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته