روسیې ته د بریتانیا خبرداری: پر اوکرایین یرغل به ستراتیژیکه تېروتنه وي
د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس روسیې ته خبرداری ورکړی، که پر اوکرایین یرغل وکړي، له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ شي.
نوموړې وايي، د جي سېون هېوادونو په غونډه کې چې د روانې اونۍ پای کې کېږي، پر دې موضوع یو موټیوالی څرګندېږي او دغسې یوه کړنه به 'ستراتیژیکه تېروتنه ' وبلل شي.
اغلې ټرس وايي، بریتانیا او متحدین یې باید د روسیې له دې ډول کړنې مخنیوی وکړي.
له هغه وروسته چې روسیې د اوکرایین پر پوله د پوځیانو یو ځای کول پیل کړي، تاو تریخوالی ډېر شوی دی، خو کریملین پر اوکرایین د یرغل پلان درلودل رد کړي دي.
اغلې ټرس د امریکا له لوري د مخکیني خبرداري په تکرار سره ویلي، جي سېون هېوادونه باید د یرغل پر وړاندې دریځ کې پیاوړي واوسي.
نوموړې زیاته کړه:
د عکس سرچینه، Getty Images
''که روسیه داسې کړنه تر سره کړي، دا به ستراتیژیکه تېروتنه وي او د روسیې لپاره به سخت عواقب ولري. ''
اغلې ټرس دغه راز وايي، بریتانیا او اروپايي ټولنه هڅه کوي، له روسیې پر ترلاسه شوې انرژۍ تکیه کمه کړي.
د نوموړې په خبره که روسیه پر اوکرایین یرغل کوي، د جرمني او روسیې تر منځ د ګازو پایپ لاین نورد سټریم ۲ به ''یوه ستونزه '' وي.
د جرمني له نوي بهرنیو چارو وزیر سره به د جي سېون غونډې پر مهال خبرو کې دا موضوع هم شامله وي.
اغلې ټرس وايي:
''موږ باید په غوڅ ډول له روسیې پر ترلاسه شوې انرژۍ تکیه کمه کړو. دا به په ټول کې پر هغو اقتصادونو چې بازار نه لري او پر بدنامو عناصرو د تکیې کمولو ستراتېژۍ برخه وي او دغه راز به باوري شي چې ازاده نړۍ د پرمختګ او پاېښت لپاره د اړتیا پر مهال ستراتېژیکه خپلواکي لري. ''
له دې مخکې پر سې شنبه په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمر پوتین سره انلاین غونډه درلوده.
د امریکا ولسمشر وايي، ښاغلي پوتین ته یې خبرداری ورکړ، چې که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، داسې اقتصادي عواقب به ولري، چې ''ده به مخکې هېڅکله نه وي لیدلي. ''
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته