د بريتانيا لېورپول کې موټر بم چاودنه: درې کسان د "ترهګرۍ" په تور نیول شوي
د عکس سرچینه، PA Media
په بريتانيا کې درې کسان د "ترهګرې کړنې" په تور نيول شوي دي. دا کسان وروسته له هغه نيول شوي چې د دغه هېواد په لېورپول ښار کې د ښځو روغتون بهر موټر بم چاودنه شوه چې له امله يې يو تن ووژل شو.
د ترهګرۍ ضد پوليسو ويلي، نيول شوي کسان ۲۹ ،۲۶ او ۲۱ کاله عمرونه لري او وايي د چاودنې د لامل په اړه چټکۍ پلټنې کوي.
دغه پېښه نن ځايي مهال له غرمې مخکې په يوه ټکسي موټر کې شوې ده.
د پوليسو په وينا په موټر کې سپور کس په پېښه کې وژل شوي خو تراوسه نه دی پېژندل شوی.
موټر چلوونکی ټپي دی او ويل کېږي روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
د بريتانيا لومړي وزير بارېس جانس پر ټوټېر پاڼه د دغه پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او ليکلي يې دي "له ټولو هغو کسانو سره غمشريکي څرګندوم چې د لېورپول په نننۍ پېښه کې اغېزمن شوي دي".
د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې پريتي پټېل پر ټوټېر پاڼه ليکلي چې "د دې غمجنې پېښې د هرې شېپې د جزیاتو په اړه خبره ده".
نوموړی وايي "پوليس او ژغورنکې ډله د پېښې په اړه پلټنه کوي، دوی ته بايد وخت ورکړل شي چې خپلې دندې ترسره کړي".
د لېورپول رغتون چارواکو اعلان کړی چې تر راتلونکې خبرتيا پورې به روغتون تړل شوی وی او له ناروغانو يې غوښتي که امکان ولري نورو روغتونو ته مراجعه وکړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته